تاند، جمعه د اسد ۱۸مه: عطا محمد نور ته نږدې سرچینې وايي، نوموړی به په نږدې ورځو کې د احمد ولي مسعود له ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شي.
بلخوا د احمد ولي مسعود ډلې هم تایید کړې ده چې له عطا محمد نور سره په دې تړاو څو ناستې شوې دي او نوموړی به ډېر ژر د احمد ولي مسعود په ډله کې خپل حضور اعلان کړي.
تر اوسه لا معلومه نه ده چې له نور سره به د حنیف اتمر له ډلې یونس قانوني هم ولاړ شي که نه؟ خو فوزیه کوفي، اسماعیل خان او عطا محمد نور ټاکل شوې چې ډېر ژر د اتمر د ټاکنیزې ډلې له قصدي ماتولو وروسته خپلې د نظار شورا درولې ټاکنیزې ډله کې راټول شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د سولې او اعتدال ټیم خبر ورکړ چې راتلونکو ټاکنو لپاره خپل کمپاینونه نه کوي.
خو د دغې ډلې د ماتېدو په تړاو ټاکنو ته د نوماندۍ په شپو ورځو کې یونس قانوني اشاره کړې وه او زیاته کړې یې وه چې راتلونکو ټاکنو کې د غني د ماتولو لپاره اړتیا وه چې دی له اتمر سره ودرېږي، مګر د مقاومت حوزې دا هم لازمه ګڼلې چې د غیر متمرکز نظام او خپلو نورو دعواو د ساتلو لپاره د احمد ولي مسعود په څېر یو کس هم ټاکنو ته ودروي.
keep sharing