تاند- د بلخ پخواني والي عطا محمد نور امر کړی چې د مرکز له لوري بلخ ته نوی ټاکل شوی والي انجنیر محمد داوود دې ونیول شي.
د بلخ ولایت ځینو ولسوالیو او ادارو ته د عطا محمد نور له لوري په استول شویو لیکونو کې ویل شوي چې د لیدل کېدو په صورت کې دې انجنیر محمد داوود ونیول شي.
نور لا هم ځان د بلخ برحال والي ګڼي او د مرکزي حکومت پرېکړه نه مني.
له ده سره نن د کندهار امنیه قوماندان پاسوال عبدالرازق هم یو لاس شو او اعلان یې وکړ چې اوسني حکومت ټاکلی نه دی او لېري کولی یې هم نه شي.
څرګنده نه ده چې رازق په څه خاطر له مرکزه بغاوت اعلان کړ.
نور ویلي چې ده ته د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ اوسېدونکو شکایت کړی چې محمد داوود د دوی خپلوان وژلي دي.
د عطا نور په لیکونو کې د بلخ د استیناف له محکمې غوښتل شوي چې انجنیر داوود تعقیب او محاکمه کړي.
د بلخ د استیناف څارنوالي وايي چې نور کوم مکتوب نه دی ورلېږلی خو د زارع ولسوالي څو تنو د داوود په اړه شکایت ورته کړی دی.
شکایت کوونکو ویلي چې داوود د دوی خپلوان وژلي او ځینې یې بندیان کړي دي.
خو داوود دا تورونه ردوي. ده ویلي«کوم یاغي او باغی سړی نه یم، که څوک ادعا وکړي، حاضر یم چې څارنوالي یا یا هرې بلې مرجع ته ورشم.»
انجنیر داوود د جمعیت ګوند غړی دی او ویل کېږي چې له عطا محمد نور سره ډېر نژدې و.
په داخلي کچه لږترلږه د کندهار بغاوت ترشا چوربابا دی. چوربابا، بي ۵۲ په ۲۰۰۱ کې په روزګان کې یوځای ډمانکراسۍ سره را نازل کړههههههه
سعديا شيرازيا پندى مده كمزاد را
كمزاد اگر عاقل شود گردن زند إستاد را
انجينير دَاوُدَ ادعا كوله چي عطا محمد يي شاگرد دى
د ارګ مهال ویش یا پلان جوړونه د عطآمحمدنور په لری کولو کی ماته ډیره ناکامه او بی پروا ښکاری. ځکه ارګ باید یوه میاشت مخکی ددغه سر زوره والی د لری کولو لپاره یو مظبوط پروګرام جوړ کړی وای، بدبختانه د ارګ ددغه بی سنجشه حالت څخه اوس خپله ارګ حیران دی چه څه وکړی؟
د ارګ بله ناکامه پالیسی داده چه دوی اوس دجمعیت تنظیم سره په دغه باره کی ملاقاتونه او جلسی شروع کړیدی، چه دغه حالت او جلسی دافغانستان داساسی قانون او د ارګ دقانون لپاره د زهرو څکول دی، او هم په افغانستان کی د زورواکانو، تنظیمونو، قومونو، سمتونو او ولایتنونو تر مینځ یوه نوی لوبه او دغیر قانونی خواستونو شروع کول دی.
آرګ باید داساسی قانون په مطابق خپل قانون تطبیق کړی، نه دتنظیمونو اونامشروع خواستونو قانون
عطا صاحب درنه مو هیله د ا چې پر ځوریدلي او کړیدلي ملک فکر او سوج وکړی
:اصلاً یوه بله خبره
د یو افغان په توګه به ډېر خوښ شم کله چه د خپل هیواد د وګړی وګړی هراړخیزه نېکمرغی احساس او مشاهده کړم
چه البته نېکمرغی ته د رسېدو لیاره به قوانینو او مقرراتو ته د احترام او درناوی او تطبیق لیاره وی او بس
داسی اورېدل کیږی چه د بلخ والی، چه زه ورسره هیڅ ډول اشتراکی وجه نلرم،د قانون د تطبیق په وړاندی منفی مقاومت کوی
:زما پوښتنه داده
آیا زموږ په نورو رسمی ارګانونو کی د قانون د تطبیق پروسه بشپړه ؟ده
آیا زموږ د دولت جوړښت یعنی دوه رئیسان یو قانونی شکل لری
آیا زموږ د پارلمان یا ؤلسی جرګې اوسنئ جوړښت یو قانونی مشروعیت لری، آیا ددې جرګې د غړو د خدمت! دوره پنځه زره کاله مخکی نه وه ختمه، مثلاً،
آیا زموږ نوری ټولی کړنی قانونی دی او یوازی لالا عطا پدې غولو لړلی دی
اصلاً آیا په یوه دیموکراتیکه ټولنه او سیسټم کی د والی او ښاروال ټاکل د همهغه ولایت او ښار د اوسېدونکو قانونی حق ندی، طبعاً چه دی، پس نو غنی منی بد نکوی او غول نه خوری چه مثلاً د کندهار ولایت ته ئې یو ځل یو اشرافی – پرچمی مامدزی د والی پتوګه وتپی او بیا ئې د هغه والی یو بل خر نظامی پرچمی ورور تپلی دی