تاند- د بلخ پخواني والي عطا محمد نور نن هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د بلخ د والي په توګه د اسحاق رهګذر پر سر د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ جوړجاړی شوی دی.
نور نن /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسحاق رهګذر پر سر د موافقې خبرونه بې اساسه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسحاق رهګذر پر سر له مرکزي حکومت سره د جمعیت ګوند د موافقې خبرونه د جمعیت ګوند له لوري رسنیو ته وړاندې شوي وو.
نور ویلي چې جمعیت ګوند هڅه کوي چې ستونزه حل کړي.
د نور ویندوی منیر فرهاد وویل«د جمعیت ګوند مشرتابه د وړاندیزونو د تایید او رد حق لري او موږ د بلخ د ولایت لپاره د چا د ټاکل کېدو په اړه کومه موافقه نه ده لیدلې.»
ده همداراز وویل«د بلخ والي (نور) به هره هغه پرېکړه ومني چې د جمعیت ګوند د مشرتابه له لوري غوره شي.»
له بلې خوا د بلخ لپاره ټاکل شوي والي انجنیر محمد داوود نن وویل چې د بلخ رسمي والي دی او سره له دې چې په مزارشریف کې یې رسماً کار نه دی پیل کړی خو په کابل کې په ټولو رسمي غونډو کې د بلخ د والي په توګه ګډون کوي.