تاند، جمعه، د حمل ۲۹مه: د بلخ لرې شوي والي او د جمعیت ګوند اجرایوي رئیس عطا محمد نور ګیله کړې چې د بلخ له ولایته د لرې کېدل او پرې د ارګ فشار داسې وو لکه په ناموس چې یې برید وشي، خو عبدالله یې پلوي ونه کړه او دا به هیڅکله هیر نه کړي.

عطا محمد نور په یوه تازه مرکه کې د افغانستان له یو خصوصي تلویزون سره په مرکه کې ویلي، هیله من دی چې جګړه به بېرته نه راستنېږي او طالبانو به هم له تېر ماضي څخه درس اخیستی وي.

د عطا محمد نور په خبره د حکومت لخوا په مذاکراتي پلاوي کې د مشر زوی خالد نور نوم اچولو باندې له ده سره مشوره نه ده شوې، خو ده هم د حکومت په دې پریکړه څه ونه ویل او ویې منله: (( زما زوی په مسکو او دوحه کې له طالبانو سره د لومړنیو ناستو تجربه لري، زه خبر نه وم د ده نوم یې لیست کې ورکړی ما هم څه ونه ویل.))

عطا محمد نور ځان او نور پخواني مجاهدین د جګړې اتلان وبلل خو زیاته یې کړه اوس هیله من دی چې د دوی زامن افغانستان ته د سولې د راوستلو اتلان وګرځي.

هغه زیاته کړه چې لومړی فکر داسې کېده چې له طالبانو سره د خبرو لپاره له لوی دریځ څخه له استاد سیاف، اسماعیل خان، کرزي او نورو مشرانو څخه جوړ پلاوی دفاع وکړي، خو په وینا یې د حکومت پالیسي داسې وه چې دا کسان به په پلاوي کې نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې عطا محمد نور او ورسره نورو سیاستوالو د افغانستان د دولتي پلاوي هرکلی او ملاتړ کړی چې په نړیواله کچه هم د دغه پلاوي د تشکیل هرکلی شوی دی.

One thought on “عطا نور: د عبدالله بد نه هیروم، هیله من یم د مجاهدینو زامن د سولې اتلان شي”
  1. د حکومت لخوا په مذاکراتي پلاوي کې د ښاغلی عطا محمد نورمشر زوی خالد نور هم برخه لری. ځما په ف‍کر په دغه مذاکراتي پلاوي کې ځوان نسل ته برخه ورکول ښه پریکړه ده.
    ښاغلی خالد نور یو جرګه مار دولتزی ځوان دی، دولت زۍ په جرګه او مرکه کی ډیر زیرکه وی.
    د ښاغلی خالد نور آغلی مور پښتنه دولتزۍده
    والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *