ماشوم وم، ایله د څو کلونو وم، اما د کور او چاپیریال له فضاء ښه پوهیدلی وم چي په نړۍ باندې یوازی دوه نظامه حاکم دي؛ اسلام او طاغوت، او په دې هم پوهیدلی وم چي دغه دوه نظامه تل یو د بل په وړاندې قرار لري.
اسلام خو مي په خپل کور، کلي او وطن کې و خو مقابل اړخ مي یوازي د کمونیزم په جامه کي لیدلی او اوریدلی وو.
په کور کې د جهادي شخصیتونو او مشرانو شته تصویرونو د اسلامي کرکټرونو استازیتوب کاوه؛ نو ځکه به په ډير احترام سره زموږ د والد صیب د کوټي د دیوال په بر سر کې راځوړند وو، اما برعکس دشفق او نورو مجلو په پاڼو کي چاپ شوې د تره کي، امین، کارمل او نجیب تصاویر دومره منفور وو چي د ټولو اسلام ضد عناصرو څيري به مي پري اټکلولي.
او په دي منځ کې ډيره جالبه خو لا داوه چي مابه د همدغه ماشومانه اټکل په مدار د نړۍ د سیاسي نقشې نه د اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو تفکیک هم کاوه. هغه داسي چی د هر هیواد په بیرغ کي به مي سور رنګ (دکمونیستانو د بیرغ رنګ) ولید؛ نو په بیرغ کي د هماغه سره رنګ په تناسب به مي پري د کفر شک آن تر یقینه رسیدلی وم او بر عکس هغه هیواد چي په بیرغ کي به یې سور رنګ نه وو؛ نو سوچه اسلامي هیواد به مي ګاڼه!!!
نو یقیناً چي ډير کله به د دغه شان قضاوتونو په لړ کې داسې هم شوي وې چي د اسرایلو په څير هیوادونه به مي هم د همدغه اټکلیزو پریکړو په تقاضا د اسلامي هیوادونو په لړ کې راوستلي وې، لکه څنګه چي به مې د ترکیې د اسلامې هیواد په اړه تل داسې انګیرله چي یاره همدا تر کیه نو تر ټولو ستر کفري هیواد دی، ځکه چي بیرغ یې له سره تر پایه ټول تک سور وو!!!
اما اوس چي لوی شوی یم، پوهیدلی یم او په خپل هغه ماشومتوب باندې خندا راځي، په همدي وخت کي ځيني لوی ـ لوی !!، مسن او عمر خوړلي کسان وینم چی کټ مټ زما د ماشومتوب د عقلي مستوی په پيمانه عمل کوی او د ډيرو سترو مسایلو په اړه داسی بي بیخه قضاوتونه کوي چي آن ما په هغه ماشومتوب کې هم نه دي کړي!!!
رنګ، ډول، نوم او جغرافیایې موقعیتونه د ښو او بدو د تمیز معیارونه ګڼي او له ظاهر څخه پر باطن د قیاس او پریکړي موضوع ته خو هسی هم شرعی صبغه ورکوې.
اوس نو زه نه پوهیږم چي هغوی ولي له عقلاني لحاظه اوس هم د عمر په پنځه کلنۍ کی قرار لری؟؟؟