څرنګه چې د فلسفې ماته د دین د زیږندنې سبب وګرځید په دغه ډول د عقل په نه شتون کې عقیده بشر د لیونتوب لور ته ټیل وهي او په دې نو تر موږ بل هیڅوک هم ښه نه پوهیږي. زموږ د پیړویو تاریخ دا په اثبات رسولې چې موږ بې له عقله عقیدې تل ځپلي او رټلي یو.
د پاکستاني توکو سره د پریکون اعلان به څوک ډیر تاواني کړي موږ او که پاکستان؟ په دې کې هیڅ شک نه سته چې د پاکستان ۹۰ سلنه بازار افغانستان دی ځکه چې زموږ پرته بل یو داسې هیواد نه سته چې پاکستاني تولیداتو دې اړ وي او زموږ اړتیا په خپله زموږ پر وړتیا دلالت کوي.
له بده مرغه موږ هغه خلک یو چې کشر او مشر مو دواړه پر باټو ځان دروند او سپک تلي، زموږ هر وګړی د ویاړ لپاره یوازې یو شی لري او هغه تیر تاریخ دی چې ډیری خلک خو ترې خبر هم نه دي خو بس اوریدلي یې دي چې احمد شاه بابا په پاني پت کې هندوان مړه کړل د غازي او اتل لقب یې خپل کړ خو که انګریز افغانستان ته راغی نو هغه بیا یرغلګر سو. خیر دا یو بیل بحث دی.
پر ټولنیزو رسنیو د یوه افغاني بوټ او پاکستاني بوټ د انځور خپرول هیڅ کله هم پر دې دلالت نه سي کولی چې موږ خودکفا یو. په ۲۰۰۷ کې د نیمسا (ناټو) د یوه راپور له مخې په یاد کال کې په افغانستان کې د څه باندې ۱۴۰۰ میلونو ډالرو یوازې پاکستاني سیمنټ کار سوي وو، اوس نو له نورو ساختماني توکو څخه نیولې بیا تر کالو او درملو حساب ورته کوه.
زموږ د افغانیو حالت دا دی چې په اونۍ کې یو وار ملي بانک په میلونونو ډالر بازار ته راباسي او افغانۍ ټولوي تر څو افغانۍ لږ تر لږ په پینځه شپږو میاشتو کې د یوه ډالر په وړاندې سلو ته و نه خیږي او هغه ټول ډالر چې نوموړی بانک یې راباسي یا یې یو صراف او یا یو بانک رانیسي. بل دا چې په افغانستان کې زموږ او د نړۍ د اسعارو نرخ یوازې یو شخص (صراف، غیر قانوني بانک) ټاکي او دولت پر هغه نرخ تکیه کوي، دا صراف بیا د ډالرو نرخ بیرته د هغه کلدارو په وړاندې چې د کراچې په سټاک اکیسچنج کې ټاکل کیږي له مخه ټاکي ځکه دی په دوبی کې ناست د غربي او عرب شیخ چې په کسینو کې د اسعارو نرخ د تاریاکو پر اساس ټاکي نه سي ټاکی خو دلته به بیا په ناڅاپي توګه د پاکستاني کلدارو د راکړې ورکړې پریکون اعلانوي، حال دا چې د کابل له دریو دروازو ها خوا د هر افغان په جیب کې پاکستانۍ کلدارې دي.
دا د انستان طبیعت دی چې که له کوم هیواد سره ستونزه او دوښمني نه هم ولري نو پر خپله کرنسي ویاړي لاکن زموږ کرنسي ده چیري؟ دا کرنسي چې هره اونۍ د ملي بانک له خوا بازار ته د ډالرو په ایستلو ولاړه ده، یا هغه کرنسي چې د هیواد په ډیره برخه کې خلکو تر اوسه لیدلې نه ده؟ او یا دا کرنسي چې د کابل بانک د قضیې په څیر د سبا هیڅ ضمانت نه درکوي.
بله مهمه موضوع دا ده چې په افغانستان کې د میلیاردونو کلدارو شتون پاکستان ته او ګټه افغان تاجر ته رسولې ده. افغان تاجر چې کله له پاکستانه توکي هیواد ته واردوي نو له دې ځایه له ځان سره کلدارې وړي او هلته خریداري په کلدارو کوي، حال دا چې پاکستان هیڅ کله نه غواړي چې ده ته دې د ډالرو پر ځای کلدارې وروړل سي.
بله خبره دا ده چې د یوه هیواد د توکو نه کارول په منطقي ډول ضرب العجل لري، په ناڅاپي توګه د هغه توکو نه کارول چې له وړاندې ستا د بازار نوي سلنه برخه جوړوي ستا خپل افغان زیانمن کوي، دا توکي اوس په پنجاب کې نه بلکه د یوه افغان په هټۍ کې دي او نه رانیول یې همدغه افغان هټیول زیانمن کوي، د دغو توکو د نه کارولو په وړاندې کوم بدیل؟ که چیرې ایراني توکې بدیل کیږي، لومړی خود نړیوالو بندیزونو له کبله یاد هیواد کافي خام مواد نه لري چې زموږ د خلکو اړتیاوو ته دې جواب ووایي، او بل که چیرې داسې ممکن هم وای نو ژړ سپی د چغال ورور دی، هلته هم د میاشتي شپږ اووه افغانان خامخا په دار ځړول کیږي او زموږ د لاریو پر مخ د لارې بندول خو نوی خبره نه ده.
زما په اند داسې یو افغان به وجود و نه لري چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان د ابدي دوښمن صفته په تګلاره نه وي خبر، لاکن دا خبرتیا او د دې خبرتیا تر سیوري لاندې احساسات د ستونزې حل نه دی. پاکستان هیڅ کله هم د یوه هیواد نوم نه بلکې د یوې ایډیې (فکر) نوم پاتې سوی، هغه فکر چې په کال ۱۸۸۰ کې کله چې یو او نیم هندوستاني قامي مشرانو د خپلې خوښې د امکاناتو په نه ترلاسه کولو د انګریزانو سره منافقت پيل کړ دغه و چې انګریزانو د دوی د لا بغاوت د مخ نیوي لپاره په دوی کې مذهبي ډلې (مسلمان، هندو او سیک) مفکوره پیچکاري کړه، خو کله چې په ۱۹۳۹ کې په دوهم نړیواله جګړه کې انګریزان په اقتصادي او نظامي توګه نور د دې وړ نه وو چې د آسیا په دومره لویه وچه دې فیزیکي واکمني ولري نو یې د خپلو دوو پخو مریانو ګاندي او جناح په واسطه د هغه مهال د شوروي اتحاد په وړاندې دا پلیت فکر وزیږاوه.
اوس چې کله خبره د فکر ده نو فکر په فکر وهل کیږي، لکه څنګه چې مې مخې یادونه وکړه چې د افغانستان په ورانیدو کې د پاکستان د لاس لرو په هکله هر افغان خبر دی لاکن په حقوقي ډول دا یوازې په نارو نه اثباتیږي، یو خو خبرې وي خو موږ تر ننه په نړیوال سټیج داسې شواهد نه کړه وړاندې چې د دوی له مخه سپین پړونۍ لرې او تور مخونه یې بربنډ کړو. زموږ د سیاسیونو او چارواکو حال دی چې د استخباراتو د رئیس په توګه (امرالله صالح) په کال ۲۰۱۲ کې د ترافیک په څلور لاره کې د پاکستان بیرغ له پښو لاندې کوي، په نورو هیوادونو کې د دې کار لپاره نور خلک وي، سیاسي کارپوهان او وکیلان د پاکستان بیرغ ته اوور ورته کوي او د پاکستاني توکو پر وړاندې د تحریم اعلان کوي. کله چې په یوه هیواد کې د لوستي او نا لوستي، د هټیوال او دولتي لوړپوړي چارواکي تر منځ د فکر او پوهې کچه برابره وي نو بری یوازې یو خیال وي. د دې چارواکو څخه هیچا دا پوښتنه و نه کړه دا نن چې ته د تحریم نارې وهې دا کار دې هغه مهال ولې نه پیل کاوه چې د پینځه شپږو میلونو ډالرو په بدل کې دې د واده صالون یوازې د دې لپاره جوړاوه چې ځمکه قبضه کړې، دا غږ دې هغه مهال ولې نه وچتاوه چې په ډوبۍ، ترکیه او غرب کې به دې د غلا په پیسو پانګه اچونه کوله او دلته به دې د خودکفاکیدو فکر خو څه چې اوبه به دې هم ترکۍ او یا اماراتۍ څښلې. د ولس احساسات او غوصه خو نه یوازې پر ځای بلکې د ستایلو ده لاکن د یادو توکو په وړاندې تحریم خو به هسې د یو څو ورځې نارې وي خو که چیرې عملي سوه او بیا میاشت وروسته لکه د افغانیو نرخ اوړه ګونې په لس زره نه پیدا کیدل نو به بیا زه تا چارواکی ووینم چې په خړ شاه شهید او رحمن مینه کې کښینې او که د رڼاګانو ښار د ډوبۍ شورماوې وهې. موږ لا تر اوسه د پوهنتون او دانشګاه، په تذکرو کې د افغان د یادونې او نه یادونې پر سر ناندرۍ وهو.
د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله…
ګرانه وروره ستا په نام او انځور کی دری شیان ددتوجه وړ دی چه سړی فکر کوی چه دا ریشتیا هم د یو میړنی افغان واقعی بڼه ده مګر افسوس چه کیسه داسی نه بریشی اول ستا لونګی چه دافغانانو د شهامت سمبول دی مګر تا ترینه د یو مایوس او د پنجابی نه دویری انځور جوړکړی دوهم ستا نوم د شاغلی اروشاد داکتر نجیب څخه اخیستل شوی چه ستا له لیکنی سره اړخ نه لګوی ځکه شاغلی نجیب دهمدغه پنجابیانو په مقابل کی په نه امکاناتو په میړانه ولاړ و چه د جلال اباد جنګ ی اوس هم پنجابیان په یاد لری او دریم ازاد لفظ خو ستا له لیکنی سره اړخ نه لګوی . شه نو وروره نو د حل لاره څه ده ایا حق نه لرو چه له یو ځای څخه شروع و کړو او ولس ته ډاډ ورکړو چه که یو اواز شی ستاسی یوالی یو قوت کیداشی او قوت ددی سبب شی چه ضرورت لپاره فکر وکړو او ایجاد ته لار خلاسه کړو او تا دافغانیو ویلی په ټول وطن کی فغانی خلک پیژنی خو که ته ی نه استعمالوی دا نو ستا مشکل ده ته چوک یادګار ته ورشه هغلته هم دافغانیو را کړه ورکړه روانه ده دا چه په هیواد کی د ننه ولی ټول خلک افغانی نه استعمالوی دا د شمن له خو پلان دی څو کاله مخکی په پکتیکا کی دا سی کسان و نیول شول چه افغانی اخیستی او کلداری ی رایجولی دا د جنګ بل مخ دی او دا چی په ولس کی مایوسی خپروی دا هم ددشمن یو تاکتیک دی چه ستا په شان خلک ی دانسته او یا نادانسته په مخ بیای خبری ډیری دی کیداشی ستا ترلیکنه واوړی نو هیله ده چه په دا لنډو د سر خلاص شی او نور دمایوسی مضمونو څخه ډډه وکړی