عقیده

د پراګ ژوبڼ ته چې څوک ورننوځي نو سندرې یې تر غوږو شي، دا د انسان په لاس کمپوز شوې سندرې نه دي چې نظم لري، دا د مرغانو غږونه دي چې هرڅه ورته غوږ شې نظم یې نه شي ګیر کولی. خو انسان مرغان په لویو لویو قفسونو کې راګیر کړې دي.

دغه ژوبڼ د یوې شنې غونډۍ په لمن کې ودان شوی دی. مرغان او څاروي هم په دې شنې لمن کې ساتل کیږي او هم د غونډۍ په سر باندې ځای ورته جوړ شوی دی.

غونډۍ ته وختم، یوځای مې د ونو په منځ کې یو معبد تر سترګو شو چې د هندي میوزیک ورو ورو غږ ترې راته. د عبادتځي پرانیستې دروازې ته ودریدم، بودا پرلتۍ وهلې وه، بتۍ ورته لګیدې او د دې واړه م��بد په دیوالونو کې د طبلې او هارمونې غږونه راغبرګیدل.

د بتیو بوی ته، خپل زیارتونه یې رایادول او د اروپا په زړه کې د بودا عبادتځي زما ذهن ختیځ ته بیوی.

یوه ښځه، یو سړی او دوه ماشومان راغلل. سړي کوچنیان له مټو ونیول د معبد دننه یې کش کړل. د یوه هلک پښه له ماسره ولګیده، د هغوی پام نه شو، خو ښځې بخښنه وغوښته. ما سر وخوځاوه او د بودا رډو رډو سترګو ته مې وکتل. ښځې راته وویل:

– تاسو بودایي یاست؟

– نه

– زه او میړه مې غواړو چې خپل ماشومان وهڅو چې په نورو دینونو پوه شي خپله مو زړه نه ورته کیږي

– څرنګه؟

– موږ په کمونستي چکسلواکیا کې دغه ذهنیت منلی چې په څه باور ونه کړو خو غواړو چې ماشومان مو زموږ په څیر د بل ذهن خپل نه کړي خپله دې ځانته د زده کړو له لارې لاره پیدا کړي.

 دې چې دا خبره وکړه میړه یې له معبده راووت او سره رهي شول. یو زوی یې بیرته راوګرځید د بودا پر مخ یې لاس تیر کړ او بیا یې خپل لاس ښکل کړ. زه هم ورو ورو روان شوم او تر څو چې په فضا کې د بتۍ بوی خپور و تر هغه ځایه مې د هندي موزیک غږ اوریده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *