دا سمه ده چې دا ځل د امریکا بهرنیو چار وزیر ریکس ټیلرسن د پاکستاني چارواکو تانګونه ورسست کړي او دوی به اړ وي چې په ښکاره خپل دریځ بدل کړي. دا ځکه چې د رپوټونو له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ښکاره ټکو پاکستاني چارواکو ته ویلي چې که تاسې د ترهګرۍ پرضد اقدام نه کوﺉ موږ یې خپله کوو.

   «ریکس ټیلرسن د جمعې ورځ په جینیوا کې خبریالانو ته ویلي: “پاکستاني مشرانو ته مې په ډاګه کړه چې دا هغه څه دي چې موږ یې له تاسو غواړو چې ترسره يې کړئ، موږ له تاسو نور څه نه غواړو خو پر تاسو غږ کوو چې دغه کار وکړئ، تاسې خپلواکه هېواد یاست په خپله پرېکړه وکړﺉ چې څه کوی، خو موږ وایو تاسې باید پوه شئ چې موږ چې څه غواړو ترسره کول يې اړین دي.”

   ښاغلي  ټیلرسن ویلي له پاکستاني مشرانو د ده غوښتنې هغوی ته کوم لکچر نه وو بلکې دا روښانه او ګټورې خبرې وې او د هغه په خبره موږ باید د خپلو تمو او غوښتنو په اړه واضحه و اوسو.

   د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل له پاکستان سره به د امریکا راتلونکي اړیکي پر دې اساس نه وي چې ووایو اسلام اباد دغه کار وکړ بلکې پر دې اساس به وي چې په ریښتیا يې عمل وکړ او کنه؟»

   له دې څرګندونو داسې ښکاري چې پاکستان به دغه خبرداري ته د ټینګې نه وي نو ځکه خو به په لنډمهاله توګه یو څه له خپلو موخو په شا شي او بیا به هم یو څو طالب مشران چې فکر کوي دوی ته چندان ګټور نه دي او یا هم په اوږدمهاله کې که کوم د کار څیز نه ترې جوړېږي د قرباني پسونو په شان امریکایانو ته ډالۍ کړي او هم به په ښکاره د هغوی روزنځایونه او تبلیغاتي مرکزونو ځایونه بدل او یو څه موده تعطیل کړي، خو په اصل که به پاکستانیان د خپل طبیعت له مخې کله هم له خپلو درې ګونو موخو تېر نه شي چې هغه په خپله پاکستاني ژورنالیست او لیکوال احمد رشید داسې په ګوته کړي:  

۱ – د کشمیر پر محور په سیمه او نړۍ کې د هند اغیز کمزوري کول،  

۲ ـ د اټومي وسلو ساتنه او پراختیا ورکول،

۳ – په کابل کې لاسپوڅی رژیم واکمنول.

   د پاکستان په افغان کړنلاره کې یو بل عنصر هم ورګډ شوی چې هغه اوبه دي. په داسې حال کې چې د اقلیم په بدلون سره له افغانستانه په وړیا توګه ورتلونکې اوبه له یوې خوا په طبیعي توګه کمې شوي خو له بله پلوه د افغان ولسمشر محمد اشرف د اوبو کړنلارې پربنسټ افغانستان اړ دی د خپلې اقتصادي پراختیا په موخه له خپلو اوبو ګټه واخلي چې دغه کار پر پاکستان ښه نه لګېږي او غواړي افغانستان کله هم دغه کار ته وخت پیدا نه کړي نو ځکه خو هڅه کوي افغانستان نا ارامه کړي. دافغانانو له شامته هغه اوبه چې سرچینه افغانستان دی، ددغه هېواد د ځان بلا شوي دي، خو دا چې له دې بلا خلاصون له پاره څه کول په کار دي په مسلکي برخه کې جلا او اوږد بحث دی، چې مسلکي او تخنیکي حل لارې هم لري، که ژوند و بل وخت او بل ځای به پرې خبرې وکړو خو دلته یې یادونه ځکه اړینه وه ځکه افغانان باید وپوهیږي چې ددوی مسلمان ګاونډی د اسلام او مسلمان غم نه دی اخیستی بلکې د خپلو ګټو له پاره خپل د کلیمې ورونه د اور په لمبو کې سوځوي.       

   په دې توګه ناشونې ده چې پاکستان دې له خپلو موخو تېر شي، نو ځکه خو ښایي د یو څه مودې له پاره له خپلو موخه تکتیکي پرشاتګ وکړي او له امریکې سره په تعامل کې نرمښت وښیي.

   له تردید پرته پاکستاني چارواکي په تمه دي چې امریکا یا د نړۍ کومه بله سیمه کې د افغانستان په پرتله مهم ځای کې ښکېل شي او یا د هغه هېواد مشرتابه پلاوي کې داسې بدلون راشي چې د پاکستان د لابي تراغیز لاندې کسان ورمخته شي. خو داسې ښکاري چې په لنډ وخت کې دویم فکتور چندان عملي نه بریښي ځکه چې د امریکې په افغان کړنلاره کې تر ډېره هغه پوځیان برلاسي دي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په یو نه یو ډول د افغانستان په چارو کې ښکېل پاتې شوي او د پاکستاني چارواکو کړه وړه یې له نږدې څارلي او د هغوی پر ایدیالوژي او اروا پوهنه ښه پوهېږي. ښایي پاکستانیان تر ډېره دې ته سترګې پرلار وي چې ګني د امریکا پښه کوم بل ځای ته کش شي او افغانستان بیا دوی ته پاتې شي لکه تېر ځل چې امریکا د عراق په لانجه کې ښکېل شوه او د افغانستان لومړیتوب عراق ته ولېږدول شو.

   په هر صورت اوس چې پاکستان دامریکې تیغ ته برابر شوی نو افغان چارواکو او ولس ته څه کول په کار دي؟ دا هغه پوښتنه ده چې وتلي چیني ستراتیژیست سنتزو له میلاده درې سوه کال پخوا ځواب کړې ده.

   سنتزو په خپل تل پاتې اثر د جګړې هنر کې لیکلي: ځان نه ماتېدونکی کړﺉ کله چې شرایط برابر شول پر دوښمن ګوزار وکړﺉ.

   د جګړې هنر سر ترپایه پردې راڅرخي چې کله هم فرصت له لاسه مه ورکوﺉ.

په لومړي سر کې په کار ده چې اولس او دولت هوښیار واوسي او په هیڅ ډول غفلت ونه کړي، کله هم د پاکستاني چارواکو په غوړو خو تشو ژمنو ونه غولېږي، هغوی په دغه کار کې لوی لاس لري او دا لوبه یې پخوا هم څو څو ځله تکرار کړې ده، خو دا په دې مانا نه چې موږ دې توره راوباسو کله هم نه! خو که نړیواله ټولنه هرڅه ورسره کوي موږ یې مخې ته ونه درېږو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي به چیغې وهلې چې د ترهګرۍ پرضد دې د افغانستان په کلیو کې مبارزه نه کېږي بلکې د ترهګرو مرکزونه دې په بهر کې په نښه شي خو یوه ورځ حیرانونکې نادره وکړه او هغه دا چې:« که امریکا پرپاکستان برید کوي دی به د پاکستان ملاتړ وکړي»

ددې خبرې په منطق تراوسه هم زه نه پوهېږم چې ولې ښاغلي کرزي دغه ډول دریځ غوره کړی و.

نو ځکه خو وړاندیز کوم چې افغان چارواکي دې هیڅکله دغه ډول دریځ نه خپلوي.

بله دا چې د امریکا یو پخواني نوموتي ولسمشر فرانکلین روزولت ویلي و: «موږ له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو خو کله هم کوتک له لاسه نه غورځوو!»

نو افغان چارواکي باید له رامنځته شوي فرصت  ګټه واخلي، په هېواد کې د سولې بهیر ګړندي کولو په لار کې کوټلي ګامونه واخلي او ورسره په خوا کې په راتلونکي کې د هر ډول لاسوهنې او تېري مخې نیولو ته جدي چمتووالی ونیسي، خپل وسله وال پوځ پیاوړی، څارګریز بنسټ ځواکمن کړي او په ټوله کې هغه لاملونه له منځه یوسي چې په ولس کې ناخوښي رامنځته او بغاوت ته لار هواروي.  

دا ځکه چې وایي علت ورکېږي خو عادت نه! نو که پاکستان ته هر وخت موقع په لاس ورشي بیا هم هغه د چا خبره  خپله لیله کوي او په افغانستان کې نامنۍ هڅوي او ملاتړ یې کوي.    

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *