د کال په ټولو مياشتو کې روژه ډېره مقدسه مياشت ده، چې الحمدالله زموږ په ژوند کې يوه بله د روژې مياشت هم راغله، چې بې شکه چې موږ ډېر خوش بخته خلک يو، چې دا مقدسه مياشت مو يو ځل بيا وليدله، ځکه چې دا د بخښنې مياشت ده او د هرې نېکۍ او عبادت بدله په څو چنده سېوا ورکول کېږي.
د روژې نه يوه ورځ مخکې، د جمعې په مبارکه ورځ، د لغمان د مهترلام په جامع جومات کې لمانځه ته ډېرى لغمانيان راغلي ول، چې د دوى په منځ کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي هم د جمعې لمانځه لپاره جومات ته راغلى و.
دا راتګ په داسې حال کې و، چې هم د جمعې په ورځ لغمان والي په مرکز کې د دوو جوماتونو د جوړولو ډبرې کېښودې، چې ډېر زر به تکميل شي، د لغمان مجاهد ولس لپاره دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده، چې نوي نوي جوماتونه په لغمان کې جوړېږي.
په همداسې حال کې، چې سحر نه تر غرمې پورې د قرآن پاک ختم هم د ولايت په مقام کې ترسره شو، چې پکې د لغمان عالمانو او قاري صاحبانو برخه واخسته. دا ختم د لغمان ولايت مقام د روژې د بابرکتې مياشتې په رارسېدو او په هېواد کې د سولې د راتلو لپاره ترسره کړ.
وروسته چې کله لغمان والي په جومات کې د جمعې د لمانځه په مهال له خلکو سره خبرې وکړې، نو نوموړې له علماؤ وغوښتل، چې د روانې جګړې د بندولو لپاره دې خپل غږ اوچت کړي او د امن او سولې په تامين کې دې له خپلو امنيتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.
نوموړي همدا راز د دولت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې د باطلې جګړې سنګرونه پرېږدي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي ترڅو افغان او مسلمان ولس د هوسا او ارام ژوند ساه واخلي او شته بدمرغۍ پای ومومي.
د نعيمي په وېنا، هغه کسان د اسلام او بشريت دښمنان دي، څوک چې د ولس او نظام پر ضد جګړه کوي، اسلامي او بشري ارزښتونو ته زيان رسوي.
د روژې د مقدسې مياشتې په رارسېدو، چې يو خوا نوموړي ټولو هېوادوالو ته د روژې مبارکي وويله، نو بلخوا يې په ټولو غږ وکړ، چې د روژې په دې مقدسه مياشت کې دې اړمنو کورنيو سره خپلې مرستې وکړي، تر څو دوى هم روژه په ښه ډول ونيسي او عبادتونه پکې وکړي.