له بده بخته موږ په شعارونو پسې دومره کلک ونښلو، چې له یو بل سره خپړې لګوو… که چا د عمري خلافت شعارو ورکړ، داسې مو ګڼلې، چې عمري عدالت مو په برخه شو، که د کور، کالي، ډوډۍ غږ یې کړی، دومره ګړندي ځغستي یوو، چې پړمخې غورځېدلي یوو، که مو دموکراسي اورېدلې، لکه د دنیا ټولې بسیاینې او ازادۍ مو ځولۍ کې را غونډې کړې ـ داسې ګڼو علي آباد ښار دی، له دې نا خبره چې هورې عملیات هم کېږي، ګېډې څیرېږي…

له څه مودې د امنیتي قرارداد او مشورتي لویې جرګې پرسر د شعارونو په همدغسې یو جنجال او کشمکش اوښتي یوو، سرکار خپل ګپ لګوي، ډرامه په ډرامه، چې د دغه سریال پړی یې خورا اوږد غوړولی…

موږ دموکراسي ته د شعار تر کچې غېږ خلاصه کړې، د زړه دروازې مو نه دي ورته پرانیستې، چې زموږ مزاج آمرانه دی، دریځونه د ګوتو ماتولو او یو بل د نفې کولو دي، د کارپوهانو او شنونکو نظریات د اواري پر ځای د یو بل پر لاندې کولو راځي ـ که داسې نه وي څرنګه هغوی چې پر سټېج او میز د تړون مخالفت کوي د ایران، پاکستان اجنټان ګڼو او هغوی چې د تړون ملاتړي دي د امریکا ګوډاګیان پېژنو…؟

له دواړو سره خپل دلایل دي، دواړو کې ښایي پر هېواد او خلکو د زړه سوي عنصر دروند تلل شوی وای ـ تورونه، ټاپې نه وای لګول شوې…

یوه تلویزیوني ټاک شو کې د مدني ټولنې یو فعال چې تر خبرې لاندې باندې یې دموکراسي، دموکراسي کوله، یو شنونکی د دغه تړون د مخالفت له امله دومره وراټه چې له ګاونډیو سره په پییلتیا سربېره یې اوونۍ کې اته واره د ایران سفارت ته په تلو او پیسو اخیستو تورن کړ.

په داسې حال کې چې دغسې مسایلو کې اختلاف او وګړو ته د خپلو نظریاتو څرګندولو حق خوندي او د دموکراسۍ یو اصل دی ـ که نه د بیان آزادي څه ته وایي…؟

که موږ پر سټېج او میز د نظر څرګندولو تر کچې د زغم له ظرفیت بې برخې اوسو، مانا دا چې خلک ټوپک اخیستو ته بولو ـ دلته به خلک د ټوپک په خوله په نورو خپل سوچ او نظر په تپلو ځانونه اړ ګڼي…

که د تړون مخالفان د ایران، پاکستان اجنټان ګڼو او په نه لاسلیک د افغانانو له لاسه وار له مخه اووه ملیارده ډالر وتلي بولو، د نه لاسلیک سوال نشي راپورته کېدای.

مانا د تړون لاسلیک نه د یوه رواني جنګ په مټ مخه پرانېزو ـ په داسې حال کې چې د قرارداد متن تر اوسه د چا لاس ته نه دی رسېدلی.

سرکار له لاسه ځینې ارزښتونه متنازعه ګرځوي، شکونه را ولاړوي، که نه علمي مخالفت او  منطقي ملاتړ دواړه ښایي درانه تلل شوي وای ـ هغسې چې بې دلیله ملاتړ او مخالفت کوم وزن نشي لرلی دغسې د ناسم دلیل په تکیه ملاتړ او مخالفت هم یواځې پر تورونو پېغورونو راګرځي او بس.

موږ د خپلې سلیقې او نظریاتو له مخې قضاوت کوو، ځکه خو سیاسي مخالفانو ته د دښمن په سترګو ګورو، اختلاف، دښمني پېژنو…

هېوادونه خپلو منځو کې تړونونه د خپلو ګټو د تحقق په تله او کاڼي تلي، د احساساتو په څپو یې نه ګرځوي، دې کې شک نشته چې امنیتي او دفاعي تړون زموږ اړتیا ده، خو موږ له دغه تړون ګټه اخیستی شوای چې وار له مخه مو د تړون له مندرجاتو د ګټې اخیستو ظرفیت لرلی وای، که نه داسې به وي لکه له سره تړون لاسلیک شوی نه وي ـ دلته به یواځې د تړون زیانونه زموږ غاړې ته لوېدلي وي.

لکه څرنګه چې موږ په تېرو دوولسو کالو کې د نړیوالې ټولنې له مرستې او ملاتړ د سالمې ګټې اخیستو وړتیا ونشوای لری د نړیوالې ټولنې له شتون مو هغسې ګټه چې شونتیا یې لیدل کېده ترلاسه نکړای شوه.

د امنیتي تړون پرسر له دغسې ناندریو وړاندې ښایي موږ خپلې وړتیاوې ارزولې وای چې له دغسې تړون د ګټې اخیستو صلاحیتونه او ظرفیت راسره شته که څنګه؟

که نه وای له ټولو دمخه مو د هغو وړتیا د ترلاسه کولو په لارو چارو غور کړی وای.

One thought on “علمي مخالفت، منطقي ملاتړ/ شهرت ننګیال”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *