دوهمه برخه
کلی یا د اوسیدو سیمه:
کله چي یو انسان د شعور لومړنۍ دورې ته ورسېږي نو د کور له محدود چاپیریال څخه ور هاخوا د کلي او یا اوسېدو دسیمه چاپیریال ته ور وزي، هلته له بېلا-بېلو کسانو سره اړیکي ټینګوي، خبرې ورسره کوي، د هغوئ نظریات اوري، د دوئ له خوا د ژوند د مختلفو برخو، تېرې زمانې د پېښو، روانو چارو، ټولنیزو معاملاتو او د یوې کلي مقولې په توګه د دین او دنیا په اړه ترې ډېر څه اوري.
له همدې ځایه د ده په ذهن کي پخوانۍ جوړه نقشه نوي بعدونه پيدا کوي، مخکیني مالومات یې اضافه کېږي، په نویو اړخونو یې خبرېږي او ډېرې نا ویل سوي او یا نااورېدل سوې خبرې اوري.
د خپل کلي او ژوند کولو د سیمې چاپیریال د انساني مالوماتو یوه بله منبع ده چي د هر وګړي پر ذهني او رواني شخصیت اغیز کوي، د هغه افکار جوړوي، د ده ذهني نړۍ ته د ژوند د هرې برخې په اړه کره او ناکره نظریات لېږدوي او په مجموع کي همدغه محیط دئ چي د کورنۍ تر چاپیریال وروسته د هر ډول فکر او عقیده په رامنځ ته کولو کي د انسان پر باطني دریځ او ظاهري سلوک خپل ژور تاثیر کوي.
تر کور دباندي د خپلې اوسېدو له سیمې، کلي او محلې څخه د مالوماتو اخیسته د هر وګړي حیاتي اړتیا ده، که دی غواړي او کنه مجبور دئ چي له دې طریقه پر ورته وړاندي کیدونکو مالوماتو تکیه وکړي، ځکه د هر ډول ټولنیزو چارو دارومدار، د اړیکو ساتنه، خپل منځي ډیالوګ، دیني او دنیوي چارې، انساني اړتیاوې او د ژوند کولو ټول شرایط ورسره تړلي دي. مګر غوره ټولنه هغه ده چي د انسان جوړونې دا مرحله یې هم پر معیاري او فني اصولو ولاړه وي. په وروسته پاتو ټولنو کي د عامه مالوماتو دا منبع د ښه شخصیت پر ځای یو بند فکره، متعصب، له حقایقو ناخبر او د اخلاقي وانساني ارزښتونو ضد انسان زېږوي، ځکه د ټولنې عامه شعور ډېر ټیټ وي، د عامو وګړو د پوهې کچه تر دوئ ویلو او تا ویلو هاخوا ته نه اوړي، بې سوادي عامه وي، د هر څه په اړه یوازي پر اسطورو باور کېږي، د پخوانیو ژوند د یوه غوره ژوند لپاره د نمونې په توګه وړاندي کېږي، د پرمختګ پر ځای له شاتګ او پخوانیو وختو ته پر ستنېدو ټینګار کېږي، په ډېرو ټولنیزو او دیني چارو کي تر ماهیت شکل مهم وي او د ذهني وفزیکي روزنې چارې د نه نظم تر څنګ پر تعصب، قوميت پالنې، بې ځای ویاړ، تېر ایستونکې چالاکۍ او دا ډول نورو غیر اخلاقي ښوونو تکیه کوي. د کلي او محلې اوسېدونکي یو-بل ته د علم، قلم او پرمختګ پر ځای د تورې، دښمنیو، جګړو، قومي شخړو، د تېر تاریخ د مشرانو له خوا د شویو تېریو او وژنو، د خپلې کورنۍ د فضیلت، ځانګړې طبقې د ارزښتونو، ملي نوامیسو پر ځای د خپل کور، کلي او قوم د تعصب زېږونکو افسانو او زور واکۍ کیسې کوي.
مګر د دې برعکس د پرمخ تللو او علمي ټولنو دا مالوماتي منابع علم خوښونکي انسانان روزي، هغوئ انسان شموله اخلاقي ارزښتونو ته هڅوي، د دښمنیو پر ځای ورته د سخاوت، مینې، انسان دوستۍ، دنیا جوړونې، وفا، ملي فکر، هیواد دوستۍ، ملت پالنې،پرمختګ او حقیقت خوښونې روحیه ورکوي، هلته د ښه سخصیت معیار له یوه قوم، کلي، قبېلې، ډلې او ځانګړي فکر سره تړاو نه بلکي د منل سویو اخلاقي ارزښتونو ساتنه، علمي سویه، ملي تګلاره او فکر، هیواد او ملت ته خدمت، د ستونزو په وړاندي رښتنې او جدي مبارزه، د خپل هیواد او انساني ټولنې له هر وګړي سره مینه او پر حقیقت خوښونه ولاړ دریځ وي.
جوته ده چي دا مهال د افغاني ټولنې د کور او کلي چاپیریال په خپل غېږ کي پالل کېدونکو وګړو ته سم مالومات او سم فکر نه سي لېږدولای، ځکه زموږ ډېر وګړی بې سواده دي، ګڼ وګړي مو د ښارونو پر ځای په کلیو کي اوسېږي، ډېری ښارونه مو هم په فکري او هم هنګي لحاظ له کلیو سره توپیر نه لري، قبایلي ذهنیت حاکم دئ، په مذهبي وقومي تعصب اخته یو، اوږدو جګړو د روزنې او کره مالوماتو چمتو کولو هر ډول ملي او د باور وړ وړاندي کوونکي بنسټو له منځه وړي او د جګړې اور له بهره داسي ایډیالوژي راوارده کړي چي نن افغانان د خپل هیواد او ملت لپاره یوازي د مرګ خوب ويني، د دې نړۍ او هغې نړۍ نیمکرغي دا ګڼي چي وژنه وکړي، ملي بنسټونه ونړوي، شخړې رامنځ ته کړي، د نورو په لمسون د دین د حکم تر خواږه نوم لاندي هر هغه څوک ووژني چي د ناخوالو پر ضد درېږي او دې وژونکي ویروس دومره سرایت کړی چي پر ټولنه مو له وژنې او تخریب سره د جنون تر حده د مینې هیښونکی کیفیت خپور دئ.
کله چي یوه ټولنه د بې سوادۍ تر څنګ د تعصب په چاپیریال کي د عقیدې په نوم د خدايي نماینده ګانو تر نفوذ لاندي له مقدسې روحاني او فزیکي رهبرۍ سره مخ سي نو هلته بې عدالتۍ، زور زیاتی او د ستونزو، ناخوالو، ټولنیزو او ملي نادودو پر ضد بې تفاوتي وده کوي، هر ډول اخلاقي بنسټونه نړېږي، دین په یوه تلکه بدلېږي او په داسي حالت کي رالوی سوي وګړي د ټولنیز انتحار په دې دوره کي ځپل سوي او د دین په نوم ناسم روزل سوي روح ته د تشدد، زوړ پالنې، جبري نظریاتو، پر هر څه د حرمت تاوونکې کرښې، له هر ډول تجدید او نویتوب سره په مخالفت او د خپل هر مخالف په وړاندي د قتل په غبرګون ښوودلو سره ډاډ ورکوي.
د روحاني جواز په سپېڅلې فتوا کي نغښتل سوی ټولنیز جبر منافقت، خیانت، کرکې او منفي ذهنیت ته لار هواروي، تر دې حالت لاندي لوی سوي وګړي د خپل کلي او ژوند وژواک په چاپیرال کي اورېدل سوې خبرې نه بدلیدونکي حقیقت ګڼي او ده چي هلته کوم مالومات تر لاسه کړي له څه شننې، تحلیل او منطقي جاج پرته ورته د لمر په څېر ثابت حقایق ښکاري. لنډه دا چي زموږ د عامه مالوماتو دا سرچینه نه سم افراد روزلای سي او نه د ټولنیز حالت په بدلون کي مثبت رول لري، له همدې امله باید موږ له دې لارې تر لاسه کړي ټول مالومات یو ځل بیا له سره وارزوو او کره وناکره یې سره بېل کړو.
نوربيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال (۳۱) ګڼه\ چارشنبه\ثور ۲\ ۱۳۹۴