علم او د مالوماتو منابع عبد الغفور پېروز

لومړۍ برخه:

علم د انسان ژوند دئ، پر دې نړۍ یوازي د علم واکمني ده، له چا سره چي علم وي، هغوئ د نړۍ قیادت په لاس کي لري. د انسان په وړاندي د ملایکو د اطاعت راز همداوو چي انسان د علم او پوهي په ډګر کي خپله وړتیا ثابته کړه. د ادم په وړاندي د ملایکو سجده په ساده مانا سر ټیټول نه وو بلکي مطلب یې دا دئ چي ادم د ملایکو په وړاندي د خپلې پوهې عملي ثبوت وړاندي کړ چي همدا یې پر دې نړۍ د پرمختګ او سیادت رازسو.

بشري نړۍ د علم په مټ ودانه ده. انساني تمدن یوازي د علم په وسیله پرمختګ کوي، د اړتیا او بوختیا ټول وسایل د علم له لاري موندل کېدای سي. غور، فکر او تدبر هغه اساسات دي چي د علم لپاره یې شتون اړین دئ . د محسوساتو په عالم کي چي موږ د هر حس په وسیله څه احساسو همدا زموږ د علم یوه برخه ده، خو د محسوساتو او تجربو ارزونه بالاخره د معقولاتو پړاو ته په ننوتو کلي او عمومي قواعدو ته لار پرانیزي لنډه دا چي علم د انسانیت د هرڅه ملاک او د انساني ژوند د بقا راز دئ.

هر سړی د خپل ژوند په اوږدو کي له ماشومتوبه او بیا تر مرګه د ژوند په بېلا-بېلو پړاونو کي څه ناڅه پوهه تر لاسه کوي او مالومات راغونډوي. زموږ د مالوماتو سرچینې پر څو برخو ویشلای سو:

کورنۍ: ماشوم چي کله وزېږي او ذهني وده یې پیل سي تر ټولو لومړی له خپلې کورنۍ په تېره د مور له غېږې زده کړه پیلوي،ساده ذهن ته یې له همدې لاري الفاظ رسېږي، په خپلو سترګو بېلا-بېل شیان ويني، مختلف ږغونه اوري او د وخت په تېرېدو ژبه زده کوي څه چي یې د مور په غېږ او د خپل کور په چاپیریال کي اورېدلي وي له هغو سره اشنا کېږي او د لفظونو تر څنګ یې په خارجي مصداق یا مفهوم هم پوهېږي.

د انسان په ژوند کي همدا د زده کړې تر ټولو لومړنی ښوونځی دئ، موږ همدلته بېلا-بېل مالومات تر لاسه کوو چي د ژوند له هماغه پیله زموږ په ذهن کي ځای نیسي او بالاخره ورسره دومره روږدېږو چي که د عمر په نورو برخو کي د مالوماتو د تحلیل او ارزونې له میتودونو او رود سره اشنا نه سو نو ډېره شوني ده چي همدا مالومات زموږ لپاره تر ټولو باوري وي او هیڅکله یې نقد ته چمتو نه سو.

که ماشومان د عمر په دې پړاو کي سم وروزل سي نو راتلونکي ژوند به یې ډېر ډاډ من وي، له همدې ځایه چي دوئ ته کوم مالومات ورکول کېږي او یا یې دی د کورنۍ په چاپیریال کي په طبعي ډول د حواسو له لاري ترلاسه کوي د ژوند په راتلونکي کي د بنسټ حیثیت لري. په کومو ټولنو کي چي له کوره بهر د روزنې او زده کړې معیاري سسټم موجود وي هلته د کورنۍ په غېږ کي تر لاسه سوي خام مالومات د انسانانو راتلونکي ژوند ته ګواښ نه سي پېښولای، مګر د افغانستان په څېر یوه بې سواده او وروسته پاتي ټولنه کي د کورنۍ د غېږې لومړني ناسم او نیمګړي مالومات د هر ماشوم د راتلونکي ژوند په وړاندي ګواښ دئ، ځکه د ماشوم په روزنه د نه پوهېدو او په کورنیو کي د کره مالوماتو د نه وجود له امله هر ډول بې باوره او ناکره مالومات د ماشوم ذهن ته لار کوي، د ټولنې شته خرافات، توهمات او له علم ومنطقه لري افکار او مسایل یې په ذهن کي ځای نیسي چي دعمر په نورو پړاونو کي یې سمون ځکه سخت دئ چي زموږ ټولنه د روزنې او زده کړې داسي معیاري سسټم نه لري چي وکولای سي د خپلو وګړو په ذهني بدلون کي رغنده رول ولوبوي. زموږ په ټولنه کي د شته ستونزو یو ستر عامل همدا دئ چي موږ له یوې خوا د سم پوهاوي نه درلودو له امله په کورنۍ کي ماشومان په ناسم ډول روزو، ذهن ته یې غلط مالومات پیچکاري کوو او له بلې خوا مو د ښوونې او روزنې نظام دومره کمزوی دئ چي نه سي کولای د خپلو وګړو په میعاري روزنه او ذهني وده کي اړین رول ولوبوي.

د هر انسان لومړنی شخصیت د خپل کور په چاپیریال کي رامنځ ته کېږي، د ده ذهن ته لومړی هغه مالومات لار کوي چي د کورنۍ بېلا-بېل غړي یې ورکوي. که د خپل کور په چاپیریال کي د ماشوم پر شخصیت جوړونه سم او معیاري کار وسي نو د راتلونکي ژوند په اوږدو کي به د ځان او نورو لپاره په هره مانا یو مفید شخصیت وي، خو که یې ذهن ته د کور د غړیو له خوا ناسم مالومات ولېږدول سي، د خپل کور په چاپیریال کي غلطې کړنې وویني، د متشدد چلند لیدونکي واوسي، د برخورد په زده کړه کي ورسره ترټونکی سلوک ترسره سي او د هغه د نازک ذهنیت سالمې جوړونې ته اړینه او اصولي پاملرنه ونه سي، نو بیا به د خپل لویښت پر مهال په ځواني او لوی عمر کي د خبرو او عمل په وسیله د ژوند د همدې دورې ممثل وي. ښه کورنۍ او د هغې ښه چاپیریال د ماشوم لپاره د ښه ژوند او ښې راتلونکې ضمانت دئ. نو باید هڅه وسي چي هم ماشوم ته د ده له ذهني او فزیکي جوړښت سره سم معیاري مالومات ورکړل سي او هم یې سالمې روانې او فزیکي روزنې ته پام وسي

نوربيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۰) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۲۶\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *