استاد اجمل ښکلی

د لرغوني يونان په کوڅو کې به سوفسطايان ګرځېدل او خلکو ته به يې په اجوره حکمت ښوده. سقراط هم دا کار کاوه؛ خو اجوره يې مستقيمه نه اخيسته، د مرستې په نامه يې شاګردانو مېرمن ته ورکولې.

پخوا به خلک له افغانستانه بغداد او وروسته د ديني زده کړو لپاره هند ته تلل؛ خو زده کړې يې په دې نامه نه کولې، چې پيسې پرې وګټي. له هنده په ديني علم سمبال د راغلي عالم عزت کېده او د جوماتونو امامت ورته سپارل کېده.

امامت کې تنخا نه وه، ملايانو په وظيفو ځان او کور ساته. هغه وخت علم د پيسو د ګټلو وسيله نه وه، بلکې د ټولنيزې برترۍ، حيثيت او عزت ګټلو نښه وه. د عالم په خوله د دنيا خبرې ښې نه لګېدې. غالب ذهنيت دا و، چې د عالم بايد عزت شوى واى.

په لويديځ کې د رنسانس په راتګ له ساينسه عملي استفادې سره ساينس پرمختګ وکړ او د خلکو په عملي ژوند کې بدلون راغى. د ساينس پرمختګ او د نويو نظامونو جوړښت د علم د زده کولو اړتيا شديده کړه. د دوديزو او نويو زده کړو ترمنځ که له يوې خوا ټکر وزيږېد، له بلې خوا په معاصر علم سمبالو ځوانانو په دولت کې ښې ښې دندې وموندلې، چې دې علم د پيسو د ګټلو په مستقيمه وسيله واړاوه.

په معاصر وخت کې د بل هر توکي غوندې علم هم خرڅېږي. خلک هغه علم خوښوي، چې په دولت يا له دولت بهر پکې د پيسو د ګټلو امکان وي.

د ټولنيز پرمختګ لپاره د ټولو مسلکونو متوازن انکشاف ته اړتيا ده.. که يوه مسلک ته تمايل زيات شي، د ټولنيزې پرمختيا نور اړخونه کمزوري شي او ټولنه په يوه اړخ کږه شي. دا ستونزه په زده کړو کې د فردي ګټو لټون پيدا کوي. په تېرو څو لسيزو کې چې د افغانستان نظامونو د څانګوالو(متخصصينو) د جذب ظرفيت نه درلوده، د طب غوندې مسلکونو ته اهميت ورکول کېده، چې په فردي توګه پکې د پيسو د ګټلو امکان زيات و؛ خو که په يوه ټولنه کې ډاکتران تر اړتيا زيات شي، مانا دا چې د نورو مسلکونو تشه رامنځته شوې. دا تشه ټولنه په نورو رنځونو اخته کوي. ټولنه د انساني جسم غوندې ده، چې د بقا لپاره د هر مسلک خوړو ته اړتيا لري. د ډاکټرانو د زياتوالي خبره د اديبانو، ديني عالمانو او بل هر مسلک په اړه هم سمه ده. که ادبياتو ته تمايل زيات شي او ټولنه ادبي مزاجه شي، هم مساله پيدا کېږي او مذهبي زده کړو ته د تمايل زياتوالى هم د نورو مسلکونو توليد اغېزمنوي او ټولنه له رکود سره مخوي.

په پرمختللو هېوادو کې د علم په خرڅولو کې د فردي او ټولنيزې ګټې ترمنځ همغږي موجوده وي. يو څوک چې مثلا لوړې زده کړې کوي، د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره يوه تيوري وړاندې کوي. دا تيوري د علمي توليد ښکارندويي کوي. په دې توګه د علم زده کړه د فرد او ټولنې دواړو په وده کې نقش لري. هلته د فرد او ټولنې ګټه په يوه بل پورې تړلي، ځکه خو هغوى علم توليدوي او موږ يې مصرفوو. زموږ په زده کړو کې د فردي او ټولنيزې ودې ترمنځ همغږي نشته، ځکه خو موږ علمي توليد نه لرو. فرد هڅه کوي، چې په علم پيسې وګټي، خو دا ګټه له څومره ټولنيزې ګټې يا تاوان سره مله ده، دا زموږ د تحصيلي نظام او علم ته زموږ د ټولنيز تمايل مخې ته يوه مهمه پوښتنه ده.

د همدې فردي او ټولنيزې ودې همغږۍ په پرمختللې نړۍ کې په ساينس او ټولنيزو علومو کې مشهورو تيوريسنانو ته لار هواره کړې چې د انسانيت د خدمت په موخه لويې تيورۍ رامنځته کړي او د نويو وسايلو په جوړولو او فکري توليد پر وړو ملتونو واک وچلوي. يو وخت فرانسس بيکن ويلي وو، چې علم قوت دى او تراوسه هغوى دا خبره په غوږ کې نيولې ده.

د بېلابېلو مسلکونو نامتوازن انکشاف بله صدمه فردي وړتيا او شوق ته رسوي. د يوه کس زړه به مثلا ارواپوهنه غواړي؛ خو د ټولنيز تمايل او فردي ګټې لپاره بايد طب يا انجينري ولولي. دا کس چې فارغ شي، ټولنيز پرمختګ ته رو نشي ورکولاى، له ده نه هله د يوه تيوريسن هيله کولاى شو، چې خپله خوښه څانګه انتخاب کړي، ځکه چې په خوښه کې خوند پروت وي. کوم خلک چې د علم له حصوله خوند وانخلي، شهرت او پيسې خو به وګټي؛ خو د يوه عالم رښتينې دنده به ترسره نه کړي.

پخوا چې علم نه خرڅېده او په ډېرو اوږدو سفرونو او کړاوونو ترلاسه کېده، تقدس يې لاره. عالم مقدس و، چې بالعموم پرې نقد نه کېده. اوس چې علم ارزانه شوى او په انترنيت کې هر وخت او هر چېرته مهيا وي، تقدس يې کم شوى او خلک د انسان معرفت ته د پخوا پرخلاف له حيرته په ډک نظر نه ګوري، بلکې علم ورته داسې يو څيز ښکاري، چې په لږه خوارۍ يې هر څوک ترلاسه کولاى شي.

پخوا بالعموم د علم او عالم په اړه مثبت فکر کېده؛ خواوس خلک پوهېږي، چې له علم  نه ناسمه استفاده ټولنې ته مستقيم نامستقيم زيان هم رسوي. دا په معاصر وخت کې د ولسواکو نظامونو دنده ده، چې له علمي مرکزو نه د ملت په ګټه استفاده وکړي.

په معاصر وخت کې د علم ګټې نړۍ پر نورو هېوادونو برلاسي ته متوجه کړې ده. د زده کړو داسې مرکزونه يې جوړ کړي، چې زده کوونکو ته پکې له خپلې سياسي ګټې سره سم تعليم ورکوي او په دې توګه داسې فکر توليد کړي، چې زده کوونکي يې د دوى سياسي ارمانونو ته د عمل جامه واغوندي. دا کار د شيعه فاطميانو د فکري توليد پر وړاندې د مدرسو په ايجاد سلجوقيانو هم کړى و او اوس يې شيعه ايران پر وړاندې د وهابي فکر په توليد په بېلابېلو اسلامي هېوادونو کې سعودي او کويت هم کوي. اوسنى داعش د همدې فکر توليد دى او پاکستان هم لومړى د خپلې بقا او وروسته د ګاونډيو هېوادونو او اوس آن د اسلامي نړۍ د کنترول لپاره د همدې فکر توليد ته ملا تړلې ده.

په دې توګه ويلاى شو، چې د پخواني فکر پرخلاف حتمي نه ده، چې علم د ناپوهۍ ضد وي، بلکې کله د ناپوه ساتلو يوه زبردسته وسيله وي. زموږ د سيمې زياتره هېوادونه د ملي هويت په نامه په خپلو علمي مرکزونو کې له خلکو قومي هويتونه اخلي او خلک د علم په مټ ناپوهه ساتي. يعنې په معاصره نړۍ کې د “ناپوه عالم” پاراډوکس واقعيت لري.

خو د زده کړو اوسنيو نظامونو د دې پاراډوکس د مخنيوي لپاره ګامونه هم اخيستي. په پرمختللو هېوادونو کې مخالفت او انتقاد د علمي مرکزونو مهم توکى دى. انتقاد په بحثونو کې غوړېږي. په کومو هېوادونو کې چې تدريس يو اړخيز نه وي او زده کوونکى د استاد پر لکچر او له دې لارې پر برلاسي ټولنيز معرفت، ايډيالوژۍ او ډسکورس چې د پسرغښتوالو(post-structuralists) په اند، تر شا يې د واک چلولو هدف پروت دى، انتقاد کولاى شي، هلته له علمه د ناپوه ساتلو استفاده نشي کېداى، بلکې علم په يوه خطي محور کې پرمختګ کوي او synthesis ته لار هواره کېږي، چې بيا يې پر وړاندې يو بل Antithesis رامنځته کېږي او د زاړه او نوي معرفت امتزاج نوي معرفت ته لار هواروي.

په پاتې هېوادونو کې چې زياتره خلک نالوستي دي، له علم نه د ټولنيز فضيلت لپاره استفاده کېږي او له دې سره د لوستو(تعليميافته) په نامه يوه طبقه رامنځته کېږي، چې خپله فرهنګي پېژندګلوي لري. په داسې ټولنو کې دا امکان ډير وي، چې خلک له تحصيل نه د تظاهر او ځانښودانې لپاره استفاده وکړي. يو وخت چې په افغانستان کې لوړې زده کړې کمې وې، د “فاکولته يي” اصطلاح عامه وه. فاکولته يي عام سړى نه و او نالوستو وګړيو يې پر وړاندې د حقارت احساس کاوه. سره له دې چې په اوسني افغانستان کې زده کړې اسانې شوي؛ خو بيا هم دومره عامې نه دي، چې د لوړو زده کړو په سندونو دې ځانښودانه ونشي او همدا لامل دى، چې زموږ هېواد او شاوخوا کې مو له علمه د پرمختللې نړۍ غوندې علمي استفاده نه کېږي، بلکې د يوه ټولنيزې اړتيا پر ځاى په مازې شخصي وياړ اوښتى.

One thought on “علم واخلئ | اجمل ښکلى”
  1. ګران ورور اجمل صاحب !
    ښه تفصیلی او ښکلی بحث دی کړی ،زه منحیث ممد او خلاصه خپلو علم دوسته وروڼو ته څو ټکی عرض کوم.
    یو هغه دینی علم دی چی پر هرمسلمان (نارینه او ښځه) فرض دی بل هغه علوم دی چی تخصص یی فرض کفایی دی که هغه علوم شرعی وی که ساینسی.
    یعنی موږ مسلمانان علوم شرعی او نور علوم نافعه کی باید متخصصین ولرو ترڅو ټولو علومو کی ، انسانی او اسلامی ضرورت او اړتیاوی مو پوره شی.
    هغه غلط فهمی ده چی ټول مسلمانان یا امت ،یوازی د علوم شرعی متخصصین وی ځکه د ژوند نور اړخونه ناقص او ضعیف پاتی کیږی نو اسلامی امت لکه په لمړنیو اوو (۷) هجری قمری پیړیو کی کوم شأن او عزت درلود هغه دا وو چی خلک د ټولی نړی نه د لوړو تحصیلاتو او تداوی لپاره اسلامی مراکزو ته ورتلل او هم د دنیا ښه اقتصاد دوی سره وو، اختراعاتو، فزیک نجوم ، ریاضی او الجبر، کیمیا او طبابت کی اسلامی امت علما ، جهانی شهرت او اعترافات لری چی دوست او دښمن دواړه ورباندی معترف دی.
    مفسرین د واعدوا لهم مااستطعتم من قوه… آیت مبارکه په تفسیر کی لیکی چی د وحدت نه وروسته ښه قوت ،جهادی وسایل دی چی د وسایلو تهیه او آماده کول د ساینس او تکنالوجی کار دی چی فرض کفایی بلل شوی.
    که څه هم قرآنکریم او احادیثو ،ټول هغه څه بیان کړی چی د انسان ضرورت دی او دا دواړه د انسان جوړونی او مکارم اخلاق نه اضافه هر هغه علم نافعه ته اشاری او هدایات لری څومره چی د انسان ضرورت دی نور صلاحیت او توان یی انسان ته ورکړی چی تحقیق وکړی او هغه څه چی ځمکه کی دی ګټه تری واخلی او د ژوند سهولتونه ورباندی آماده کړی او په همدی ارتباط د ۱۰۰۰زرو شاوخوا کی تکوینی آیات قرآنکریم کی شته چی انسان ته لازمه اشاری او هدایات لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *