تاند – پاکستانی ژورنالست، علي احمد مهر، وایي چې د هغو میلیاردونو ډالرو له جملې څخه یو میلیارد ډالر نن پاکستان ته ورسېدل چې د طالبانو په سر دغه هېواد ته منل شوي دي.
ویل کیږي چې دا پیسې د دې لپاره پاکستان ته ورکول کېږي چې افغان طالبان یې خبرو ته حاضر کړل.
ښاغلي مهر دا خبرې له الجزیره عربي تلوېزیون سره په یوه ګردي مېز کې چې له اسلام اباد څخه، ده، له دوحې څخه افغان سیاستوال ډاکترعمر زاخېلوال او له متحده ایالاتو څخه ګورډن ادمز په کې برخه لرله، وکړې.
دغه پاکستاني خبریال وویل، «د طالبانو هيڅ زړه نه و، چې د خبرو لپاره ابو ظبي ته لاړ شي، خو د پاکستان په هڅونه هلته لاړل، ځکه يې بېرته له هغه ځايه په شاتګ وکړ او بيا اراده نه لري چې په ابوظبي، جدې او يا اسلام اباد کې مذاکرات وکړي،»
علي احمد مهر د بحث د چلوونکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځينې راپورونه وايي چې پاکستان ته درې مليارده ډالر ومنل شول، ځينې نور شپږ میلیارده يادوي، وویل، «هو، او د دغو ملياردونو یو مليارد ډالر نن راورسېدل، او نور په را روانو دوه اونیو کې رارسيږي،»
ویل کیږي چې پاکستان په ۲۰۰۱ کال کې هم د طالبانو د خرڅولو له لارې له غربي نړۍ څخه په میلیاردونو ډالر ترلاسه کړل چې یوه احصایه دغه اندازه ۳۲ میلیارده ډالر ښیي.
له هغه وړاندې د شوروي بلاک په وړاندې د پخوانیو افغان جهادي تنظیمونو د جنګولو له لارې له غربي او عربي هېوادونو څخه د ډېرو پیسو د ترلاسه کولو خبره کیږي، خو داسې ښکاري چې دا تازه ۶ میلیارد ډالره به د «جهاد افغانستان، دفاع پاکستان» د شعار په مصداق د پاکستان د شړېدونکي اقتصاد د ټینګښت په برخه کې غټ رول ولوبوي.
د افغانستان دا ګاونډی په داسې حال کې د خپل کرلي فصل د دې تازه حاصل د ترلاسه کولو خبر ورکوي چې ویل کیږي یوازې په وروستیو ۱۷ کالونو کې د افغانستان په جنګ کې خواوشا دوه لکه افغانان وژل شوي، په لکونو نور معیوب او معلول او په میلیونونو کډه کولو ته مجبور شوي دي. (له الجزیرې سره د ګردي مېز ویډیو)
یو وخت پاکستان ایمل کهانسی چی د خپل پلار بدل یی د امریکایانو واخیست اوپه امریکا کی یی د پلار قاتل وواژه پاکستان ته یی فرار وکړه په تیرا کی پټ وه د پاکستان استخباراتو ونیوه او امریکی ته یی په لاس ورکړه بل خوا یی ایوب شینواری او څونور پاکستانیان امریکی ته وسپارل
د امریکی په سنا مجلس کی یو سناتور ویلی وه چی پاکستان ته دومره زیات ډالر وزکول په کار نه وه هفوی د دری زرو دالرو په مقابل کی خپله مور هم خرڅوی
طالبان او القاعده یی یو په یو د دالرو په مقابل کی خزڅ کړل څو کاله دمخه یو امریکایی په پاکستان کی یو پاکستانی وواژه محکمی د اعدام حکم ورباندی وکړه مګر ددالر په مقابل کی خوشی کړه
طالبان د پاکستان لپاره د قربانی ګدوری دی ټول به خرڅ کړی نه به جهاد وی او نه به اسلام
دغه حیوانات(ټالبان) به د الله پاک په مقابل کې څرنګه ځواب ورکوي؟
طالبان او القاعده یی یو په یو د دالرو په مقابل کی خزڅ کړل څو کاله دمخه یو امریکایی په پاکستان کی یو پاکستانی وواژه محکمی د اعدام حکم ورباندی وکړه مګر ددالر په مقابل کی خوشی کړه
یا الله جل جلاله ته دنړي ټول هغه دولتونه او میلتونه تباه او برباد کړي چه د مظلومو افغانانو پر وژنه او زورونه خپل تجارت کوي الهي دا بیچاره ملت دي هم مخلوق دي
زموږ په ښار کی د کسبه کارو په دوکانو کی دا رسم ؤ چي
کله چي به کوم خریدار د نجار یا زرګر یا خیاط څخه د خپل فرمایش وړ څیز تر لاسه کاوه نو د هغه کاسب یا کسبه کار شاګرد به د خریدار د حساب کتاب وروسته خریدار ته ویل چي
حاجی ساب یا مالیم ساب یا سرمامور ساب
زما خیرانه هم راکه
خبره می داده چي
شاګرد ئې دومره حرامی او رند او چالاک دی چي پر یوه معمولی معامله درې میلیارډه ډالره خیرانه تر لاسه کوی نو استاد یعنی انګرېز به ئې څومره حرامی او چالاک وی