علي بابا خان

پر يوټيوب مې پښتو موسيقي اورېدله، کوښښ مې کوو، چې د غني خان شاعري واورم، نو مخې ته مې د دوه ځوانانو په غږ کې د غني خان دا شعر راغی چې وايي (زه يو مست شان لېونتوب يم، د هوا په اس سپرېږم)، دې غږ او شاعرۍ راباندې ډېر تاثير وکړ، د دې ځوانانو په غږ کې راته احساس، مينه، جذبه او ولوله وبرېښېده، پوه شوم چې دا سندره يې له زړه راوتلې.  دا دواړه (علي بابا خان) او ( معيذ خان) وو. دوی ښه او په زړه پورې هڅه کړې وه.

يو څه موده وروسته مې بيا د علي بابا خان په غږ کې د غني خان يو بل شعر واورېد چې وايي (زه يم ناست ځانله جانان يو تصور کې جوړومه) دلته هم علي بابا خان په زړه پورې هڅه کړې وه او ډېره مې خوښه شوه. بله ورځ ګورم له ملګري (عطاء الله خان حيران) سره يو ځوان د ژوندون ټلوېزيون پر دروازه راننوت، څهره يې راته اشنا مالومېده، خو چورت کې لاړم، حيران راته وويل: دا علي بابا خان دی، بيا مې روغبړ ورسره وکړ او په ليدو يې خوشاله شوم.

ورځ دوه وروسته مو علي بابا خان ته د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې د (کنسرت) تابيا ونيوله. دا داسې حالت و چې ډېرو لږو خلکو علي بابا خان پېژنده، ټلوېزيوني اعلان مو وکړ، پر ټولنيزو رسنيو مو ملګرو ته خبر ورکړ، ډېره هڅه مو وکړه چې زيات ګډونوال راشي، هڅه مو بريالۍ وه او شاوخوا پنځه سوه نفر راغلل. په نه امکاناتو او لنډ تنګ وخت کې مو علي بابا خان ته يو خوندور کنسرت راجوړ کړ، علي بابا نږدې ټولې سندرې وويلې.

تر دې وروسته علي بابا خان له ما سره په ژوندون کې يوه اوونۍ پاتې شو، هلته به دده په موسيقۍ غږېدو، دی پوهېده چې زه تر اوسه دومره مينوال نه لرم، خو د هرې خبرې په وروستۍ برخه کې به يې ويل، دا کنسرت او کابل ته دا سفر به زما د پرمختګ او ستوري جوړېدو پيلامه وي. ما چې به د هغه باور ته کتل چې په ځان يې درلود، نو نور به مې هم هڅوه، نوموړي پر ځان ډېر زيات باور پيدا کړی و. بيا د تګ په وخت کې مې ورسره ځينې شعرونه شريک کړل چې که په راتلونکي کې موسيقې کوې، نو دا ډول شاعري انتخاب کړه، په هغې کې د ملګري (سعيد شينواري) او (بخت ذاده دانش) څو غزلونه او نظمونه و.

علي بابا خان خوشاله زړه پېښور ته لاړ، يو څه موده پس يې راته له هغه ځايه مسج وکړ چې فياض جانه! هغه (بيا هم دوزخي يم) نظم راته راولېږه، سندره کوم يې، ما هغه نظم ټول ټايپ کړ، بيا مې ورواستوه، علي بابا نظم لوستلی و، بيا يې راته وويل د دې نظم د شاعر شمېره يا ادرس راته پيدا کړه، دا چې بخت ذاده دانش سره زما له مخکې سلام کلام او يو شنګ انډيوالي وه، نو نوموړي ته مې مسج وکړ او کيسه مې ورته ټوله وکړه، هغه علي بابا نه پېژانده، خو خپله ټلېفون شمېره يې راکړه، ما علي بابا خان ته شمېره ورکړه او له همدې لارې يې له يو بل سره وکتل.

علي بابا له بخت ذاده دانش سره بوخت شو، خو ما به يې هره ورځ پوښتنه کوله چې کار دې څنګه شو؟ هغه به نن سبا کول، دې کې څو مياشتې تېرې شوې، سهار وختي يې مسج کړی و، چې فياض جانه! سندره په غږيز ډول تياره شوه، لومړی يې ته وګوره کومه ستونزه خو نه لري؟ ما چې واورېده، سمدواره مې ورته مسج وکړ چې څومره زر کېږي ويډيو يې جوړه کړه. ويل يې يو څو ورځې راکړه، يو څه موده پس يې ويډيو هم راواستوله. دې سندرې تر خپرېدو وروسته بېحده زيات مينوال پیدا کړل او ډېرو خلکو يې دا بريالۍ هڅه وستايله.

علي بابا د دې نظم په ويلو سره ځانته د موسيقۍ لار وټاکله، دلته يې د نوي رنګ موسيقي شروع کړه، دلته يې د لومړي ځل لپاره يوې سندرې دومره پرمختګ وکړ، تر دې وروسته علي بابا له خپلې موسیقۍ خوند اخيست.

علي بابا خان هڅه وکړه يو بل داسې شعر ووايي چې تر (دوزخي) ډېر مينوال پيدا کړي، ما ته يې مسج وکړ، ما ورته وويل: د بخت زاده دانش غزل (جنت حوره) انتخاب کړه، راته يې وويل ټايپ يې کړه او راواستوه يې، ما هم همغه دقيقه ورولېږله، تر کتلو وروسته يې ډېره خوښه شوې وه او راته يې وويل دا ځل د دې وار دی.

ددې تر منځ علي بابا خان بيا کابل ته راغلی، د شپې زما خوا ته راغی، (جنت حوره) يې راته په موبايل کې ولګوله، چې تر ډېره خام مواد و، زما بېحده خوښه شوه. ويل يې چې دا ځل پېښور ته لاړ شم، (جنت حوره) به راځي، همغه شان يې وکړل.

اوس (جنت حوره) د ټولو مينوالو پر زړونو راج کوي، مينوال يې تر پخوا لا ډېر شول او علي بابا په پښتو موسيقۍ کې ځانله يو جلا رنګ، ځای او پېژندګلوي جوړه کړه.

علي بابا خان اوس د پښتو موسيقۍ هغه نوم دی چې د پښتو موسيقۍ کې يې يو جدا رنګ ورزيات کړ، يو ځانګړی ځای يې خپل کړ او هغه تشه يې ډکه کړه چې د پښتو موسيقۍ کې احساسېده.

د علي بابا خان د لا زيات پرمختګ په هيله

فياض حميد

ژوندون ټلوېزيون

3/SEP/2018

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *