تاند:
على بابا مننه چې له تاند ویبپاڼې سره مرکه کوئ.
په پښتو موسیقي کې محدود طرزونه وو، ډیر سندرغاړي راغلل او په دغو کلاسیکو او پخوانیو طرزونو یې سندرې وویلې، خو تاسو پکې نوي طرزونه او تنوع (Verity) راوسته څنګه مو دې ته پام شو او ولې؟
علي بابا
لکه څنګه چې نړۍ کې هر څه په پرمختګ او بدلون دی همداسې موسیقي هم بدلون مومي نو زموږ پښتانه چې د نورو برخو پرمختګ او بدلون خوښوي او غواړي چې د نړۍ سره سیالي وکي همداسې دوی غواړي چې د هغو موسیقي هم بدلون ومومي او نړۍ کې د دوی موسیقي هم خلک وپيژنیي، موږ د نورې نړۍ موسیقي اورو لکه انګلیسي، اردو، ایراني او خوند ترې اخلو ځکه چې خلک اول موسیقي ته پام کوي بیا شعر ته نو سره له دې چې زما خپل فلکوري او وطني طرزونه خوښ دي او وایم یې خو هغه د نوې موسیقۍ سره. ویل غواړم تر څو نوره نړۍ هم زموږ موسیقي خوښه کړي او وايې وري تر اوسه زموږ موسیقي نړۍ کې د نورو ژبو خلکو ته سمه پيژندل شوې نه ده نو که دا فلکور طرزونه د راک او رول (Rock and Role) موسیقي کې وړاندې شي نوره نړۍ به هم پښتو موسیقي خوښه کي د دې نوو طرزونو ویلو نه زما همدا مطلب دی زه غواړم چې موسیقي کې جدت راولم انقلاب راولم او د دې سره زموږ پښتانه به دنیا کې په امن او مینه یادیږی.
زه غواړم د دنیا موسیقي وکم. که زه فولکور موسیقي وکم زه په ولس کې پاتې شم زه غواړم چې هم ولس کې پاتې شم او هم غواړم دنیا زما موسیقي واوري که زما موسیقي اوري نو شعربه یې اوري دا شعر د چا دی؟ دا شعر خو زما د پښتون دی هغه څه وایي؟ هغه د امن او مینې خبرې کوي نو نړۍ به دا د امن او مینې شعر اوري او پوهیږي چې پښتون د امن او مینې قام دی او بیا به پښتون په هغه ټکو چې نن یادیږي نه یادیږي، نو دا فرق او تغییر چې علی بابا خان راوستل غواړي د همدې لپاره دی. د موسیقي له وجې انقلاب راتلی شي کله چې سندرغاړی د خلکو زړونه وګټي نو بیا کولی شي چې هغو ته د انقلاب خبرې وکړي، ځکه موسیقي ټول خلک اوري او زما پښتانه خو په موسیقي مړه دي دوی د موسیقي ژبه خوښوي ځکه چې دوی ځوریدلی او غم ځپلي دي. نو دوی د مینې او انقلاب سندرې اوریدل غواړي نو دوی د موسیقۍ سره راټولیدی شي نو کله چې راټول شي بیا ورته د انقلاب خبرې کولی شم کله چې دوی سره راټول شي نو دوی به د نړۍ تر ټولو مضبوط قام جوړ شي. دا زما فکر دی لکه چې نورو برخو کی د هرچا سره دا فکر دی چې مخکې لاړ شي او پرمختګ وکي نو موسیقي هم یو فن دی او دې کې هم پرمختګ او تغییر راوستل ضروري دي زه به فوک (فولکوري) موسیقي کوم په نوي انداز ځکه چې نړۍ اویا فیصده (70%) خلک راک موسیقی اوري نو زه خپل فولکلور طرز نوی انداز کې د همدې لپاره ویل غواړم چې ټوله نړۍ یې واوري. او دنیا ما ومني.
تاند
ډيرو هنرمندانو ته که هغه د لر دي او که د بر، موسيقي یوازې د خوند اخیستو او يا ساعتيرۍ وسیله ښکاري تاسو ته تر دې ورهاخوا موسیقي څنګه ښکاري؟
علي بابا
سمه ده چې د موسیقۍ لپاره شوق ضروري دی خو علی بابا خان سره له دې چې د موسیقي کولو شوق لري او دا شوق پوره کول غواړي خو تر شوق مخکې هغه سره یو فکر و، دا فکر څه دی؟ دا فکر انقلاب راوستل دي. دا انقلاب څه دی؟ دا انقلاب دا دی چې علی بابا خان غواړي پښتون قام د خپلې موسیقي سره سره راټوب کي او هغه د نړی تر ټولو مضبوط قام جوړ کي. زه د همدې لپاره موسیقي کوم. داسې هم یو کس رهبر جوړیدی شي چې ټوپک پورته کي او خلک د جنګ لپاره سره را ټول کړي خو دا به د لږ وخت لپاره وي، ځکه ټول قام جنګ نه خوښوي. زما خو د باچا خان فکر د عدم تشدد، عدم تشدد دا معنا چې خلک به ماته ډير څه وایي خو زه به څه نه وایم، زه مینه خپروم. نو ما سره موسیقی یوه لاره پاتی شوه چې هغې سره به خلک ټولوم او مینه خپروم او امن راولم نو که زه ددنیا مظبوت قوم جوړیدل غواړم هغه به په مینه خورول او امن راوستلو وي . د موسیقي سره. نو زما قوم به جنګ نه کوي دوی به مینه خوروي او دنیا کې به زما قوم امن قوم بلل کیږي. د باچا خان فکر همدا و هغه امن پرست وو. د عدم تشدد فلسفه لا هم ژوندۍ ده او ژوندۍ به وي علی بابا خان د عدم تشدد فکر دی او دا فکر د موسیقي په ژبه وړاندې کول غواړي ځکه چې د موسیقي ژبه د مینې ژبه ده او هرڅوک یې خوښوي، د علی بابا خان سره له دې چې موسیقی یې شوق دی خو د هغه سره دا فکر و چې هغه یو لیډر جوړیدل غواړي او هغه د موسیقۍ سره د خلکو ټولول او لیډر جوړیدلو فکر سره موسیقي کوي. ډير سندرغاړي راغلل او لاړل خو احمد ظاهر تر اوسه ژوندی دی ځکه چې هغه موسیقي کې جدت راوستلو د هغه غږ کې انقلاب و، هغه په ټوله معنا په موسیقي پوهیدلو، زه چې یې اوس هم اورم نو وایم که هغه ژوندی وای هغه به ډير څه کړي وای خو له بده مرغه چې هغه وفات شو کنه هغه به حقیقي انقلاب راوستی وای نو زه غواړم دا انقلاب راولم د موسیقي په وسیله خلک یوځای کم او دا جنګونه ختم او مینه خوره کم.
تاند
که په څو ټکو کې د على بابا د موسیقۍ ځانګړتياوې بیان کړئ هغه به کومې وي هدف مې دا دی چې له نورو سره به څه توپیر لري؟
علي بابا
زما د موسیقي ژانر بدل دی او لومړی ځل به صوفیزم د راک موسیقي په بڼه وړاندې کم. او که څوک په دې اړه ما سره بحث کول غواړي زه بحث ته حاضر یم تر اوسه پښتو موسیقي راک په بڼه چا وړاندې کړی نه ده پرته له احمدظاهر نه ، دا د لومړی ځل لپاره زه صوفی راک وړاندې کول غواړم ځکه دنیا کې راک موسیقي خلک ډيره خوښوي او علی بابا خان لومړی ځل لپاره صوفی راک موسیقی پښتو موسیقي ته راوستلې او علی بابا خان د صوفي راک موزیسین په نوم پيژندل کیږي
تاند
هره موسیقي په عمومي مينه والو (fans) سربيره ځينې خاص مخاطبين هم لري د پښتنو په اوسنۍ ټولنه کې ستاسو اصلي مخاطب څوک دی؟
علي بابا
دا معلومه خبره ده چې زما سندری ټول خلک اوري عام خلک یې هم اوري او خاص خلک هم. خاص نه مې مطلب د پښتنو پوهان او اتلان دي هغوی چې زما په فکر پوهيږي زما په فلسفه پوهیږي نو دوی هم زما سندرې اوري او دوی پرې پوهیږي عام ولس مې هم دومره هوښیار دی چې یوازې یې د شوق لپاره نه د فکر دپاره یې هم اوري او که هغوی په فکر پوه نه وي نو دا اتلان او پوهان یې پوهوي، هغوی به زما د سندرو الهام او فکر دوی ته واضیح کوي. دوی پوهیږي چې زه انفلاب راوستل غواړم او دا نقلاب په یو کس مخکې تللی نه شي، انقلاب یو کس شروع کولی شي.
داسې چې هغه یو کس غږ اوچتوي نو که دا غږ حق وي نو ولس یې بدرګه کوي ولس هم عام دی او هم خاص خلک لري. خاص خلک مخکی کیږي او عام ولس یې ملاتړي. نو که زه اواز اوچتوم که زما موسیقي کې انقلابي توری وي او خاص خلک یې اوري او پوهیږي نو هغوی دا فکر عام ولس ته هم لیږدوي. موسیقي هم ټولنیز انقلاب راوستلی شي او هم اقتصادي بدلون. د نړۍ اقتصادي قدرتونه په فن او هنر باندې لویې پانګونې کوي او د هغې نه لویې اقتصادي ګټې ولس ته برابروي لکه هند په موسیقي او هنر لویې پانګونې کوي او د هند د اقتصاد لویه برخه هنر او موسیقي پانګې جوړوي. زه د لوی افغانستان په هکله غږیږم که موږ موسیقي باندې پانګونه وکو نو ګټه به یې عام ولس ته رسیږي . نو که علی بابا انقلاب راوستل غواړي دې انقلاب کې عام او خاص خلک شامل دي. هر څوک د علی بابا د موسیقۍ نه خپل خپل خوند اخلي او علی بابا غواړي دواړو زړونو کې ځای جوړول غواړي.
تاند
هر هنرمند په یو ډول له يو چا اغيز منلی وي، حتي په لومړي سر کې د هغه تقلید کوي بیا وروسته وروسته خپل سټایل او طرز پيدا کړي، تاسو د چا اغیز منلی او يا د چا پیروي مو په لومړي سر کې کوله، دا هم راته ووایئ چې په موسیقۍ کې ستاسو اتل څوک دی؟
علي بابا
په صوفی راک موسیقي کې د علی عظمت موسیقي زما خوښه وه او پاپ کې احمد ظاهر مې خوښيږي نو ما د علي عظمت لاره خوښه کړې بیا هغې کې مې خپلې لارې جوړې کړي. د خوښولو او د کاپي ترمنځ لوی فرق دی، ما خوښ کړي خو کاپي مې کله نه ده کړې او نه به یې کوم، علي بابا اول ځل صوفي راک پښتو موسیقي ته راوړې او د هغه خپل غږ خپله موسیقي او خپل انداز دی او کله به د چا کاپي ونه کړي.
ډیر کسان دا وايي چې د پښتو ډېر سندرغاړي نالوستي دي او نالوستوب د موسیقۍ د ودې د مخنیوي یو لوی سبب دی، حتي هغه چې لوستي او باسواده هم دي هم مطالعه کمه کوي ستاسو په نظر د پښتو موسیقۍ په وده کې مطالعه څومره اغیز کولی شي؟
علي بابا
بلکل چیرته چې علم وي ترقي وي او دا چې لوستي نه دي نو دوی به یوازې په فولکلور بسنه کوي او د نورې دنیا موسیقي به نه اوري او نه به پوهیږي، او که لوستي وي او مطالعه نه کوي دا هم د ودې مخه نیسي ځکه د موسیقی په هکله تحقیق نه کوي. که دوی تحقیق وکي نو د نورې نړۍ په موسیقي به پوه شي او هغې کې به خپل بدلونونه راوړي او تل به خپلو خلکو ته نوې موسیقي وړاندې کوي او په دې سره به موسیقي وده کوي که نه نو تل به په هماغه پخواني طرزونو لکیا یو او بار بار به یې خلکو باندې اوروو. د همدې بې سوادۍ له وجې ډيرو ته نوې موسیقي د شرم خبره ښکاري. نو که پوهه وي موسیقي کې به ډير بدلونونه راوړل شي.
تاند
ستاسو د سندرو کليپونه هم تر نورو مختلف وي او په پښتو موسيقۍ کې یې یوه زیاتونه بللی شو، د ډیرو سندرو ویډیوګانې چې نن سبا ګورو د نجونو نڅا پکې زیاته وي، خو ستاسو سټايل ځانګړی دی ايا دا ستاسو خپل انتخاب دی؟
علي بابا
که موږ غربي خلک وګورو شعر، موسیقي کمپوز سره سره د هغو کلیپونو کې هم پيغام وي دا زما خپل خیال دی کلیپ کې چې کوم پيغام وي هغه خپله انتخابوم داسې به نه وي چې زما راتلونکو سندرو کلیپونو کې به جنۍ موډله نه وي، وي به خو په داسې صورت کې چې د صوفی انداز دی د هغې سره به برابره وي او هغې کې به هم پيغام وي هغې کې به د فکر او انقلاب پيغام وي. دا ضروري نه ده چې جنۍ په کلیپ کې یوازې د مجازي مینې سیمبول وي. هغه به د خدای سره د مینې سیمبول وي داسې ډير شوي چې انسان د یو جنۍ د مینې له لارې خدای ته ورسیږي. دا ضروري نه ده چې داسې فکر وشي چې کله جنۍ ویدیو کې راشي هغه سندره به کامیابه شي، ډيری داسې سندرې لیدل کیږي چې کلیپ کې یې نجلۍ وي، مصرف پرې شوی وي خو سندره نه کامیابه کیږي ځکه چې د سندرې کامیابي ته شعر او فکر دی. ویدیو د فلم په معنا ده نو فلم باید پيغام ولري نو باید سندره او ویدیو دواړه معنی او پيغام ولري. د سندرې له شعر او موسیقی سره سره ویدیویې هم فکر او پيغام ولري نو هغه سندره به کامیابه وي او که څوک دا خیال سره سندره وایي چې په کې نجلۍ ګډې شي نو سندره به کامیابه وي دا غلط فکر دی. زما د سندرو د شعر او موسیقي څنګ کې کلیپ یې هم لوی لوی پيغامونه لري. او همداسې به زما راتلونکې سندرې هم د لویو پيغامونو سره راځي.
تاند
ستاسو په یوه سندره کې یوه هلک د نجونو جامې اغوستي دي، ځینې کسان دا همجنسبازۍ (Homosexuality) ته تبلیغ ګڼي، تاسو په دې اړه څه وايئ؟
علي بابا
بدبختي دا ده چې چا د سندرې شعر موسیقي پيغام ته پام ونه کړ. په شروع کې د هغه کس د جامو نه چې سندرې کې دی اول دا جامې د جنکو نه دي دا ګرده لمن کمیس سور واسکټ او ګیبی پرتوګ د پښتنو فولکلور وطني جامې دي که د پخوانو اتلانو خیالی تصویرونه هم وګورو نو همدا جامو کې تصویر شوي دي. بیا د دې جامو سپين رنګ. د صوفیزم رنګ دی چې صفایی، او پکۍ نمونه ده. تل لویو صوفیانو اوږده سپين کمیسونه اغوستی دي او بیا همدا جامې د پښتنو اتڼیزې جامې دي تراوسه پښتانه دا جامې اتڼ کې اچوي، د ډيرو سندر غاړو په سندرو کې د اتڼ هلکانو همدا جامې اچولي نو د علی بابا سندرې کې د یو نوې او جلا پيغام سره راتلل یې باید خلک حیران نه کړي. نه دې د جنکو د جامو نوم ورکړل شي، د دې جامو پيغام د شعر د پيغام تمثیل دی که څوک د جامو په اړه پوښتنه لري یو ځل دې شعر په غور واوري سوال به يې جواب شي.
تاند
پر غزل او نظمونو سربیره مو فوک یا ولسي موسیقي لکه ټپې، کاکړۍ بدلې او نورې هم ويلي او که نه؟ که مو نه وي ویلي اراده مو ورته شته؟
علي بابا
علی بابا تل اول موسیقی جوړوي بیا موسیقی ته شعر انتخابوي یعني زه موسیقي ته شعر لټوم، زه هر ډول موسیقي خوښوم ټپې هم زموږ د پښتو موسیقۍ برخه ده او خوښه مې ده خو تر اوسه دیو ارتیست په صفت زما فکر او احساس د ټپو ویلو ته برابر شوی نه دی نو چې کله ما دا حس کړه چې زه ټپې ویلی شم او هغې ته یوه انقلابي موسیقي جوړه کم نو ضرور به یې وایم.
تاند
په يوې مرکې کې مو ويلي و چې موسيقي د ګټې وټې په شوق نه وايم بلکې لا لګښت (خرچه) هم ورباندې کوم ولې دومره مينه او تر څو؟
علي بابا
هو ما ویلی چې په پښتو به پيسې لګوم مصرف به کوم، زه به په خپلو سندرو لګښت سم کوم سمه سندره به جوړم. او که بس یو ځه نا څه لګوم نو سندره به هم سمه نه وي خو دا چې تر څو؟ ترهغې چې زه یې توان لرم د توانه ها خوا ما نه دي ویلې نو پښتو که د علی بابا خان ده نو د ولس هم ده نو د توان نه ها خوا د ولس مسولیت هم دی، زما په مقصد به پوه شوې وۍ؟
تاند
کوم نوي سټایل چې تاسو په موسیقي کې خپل کړی، د اکثرو پښتنو کلیوالو له ذوق او خوښې سره برابر نه دی، هغوی هماغه یو شان موسیقي چې دوکړه، رباب او هارموینه ده او په هره انتره (منځ) کې یې بیا بیا یا قربان ویل کېږي، خوښېږي او مدرن موسیقي یې ممکن په نورو ژبو کې خوښه شي خو په خپله ژبه کې یې نه خوښېږي. نو فکر نه کوئ چې ستاسو مینه وال به محدود (limited) وي؟
علي بابا
د علی بابا خان فن په ځای محدود نه دی هغه یوازې د کلې او یا یوازې د ښار موسیقي نه کوي هغو ټولو خلکو ته موسیقي کوي ټولې نړۍ ته یې کوي، داچې تاسو وایی د کلی خلک یوازې د رباب او طبلې سره او د یه قربان سندرې خوښوي زما په اند به سمه نه وي اوس نړۍ وړوکې شوې نړۍ د یو کلي په شان شوې کلیو کې هم میدیا او نت شته او هغو هم راز را. سندرې اوري او هلته چې امکانات نشته. هغوی هم که دا امکانات ولري داسې نوې موسیقی خوښوي. نو که هغه ځای کې چې امکانات نشته که هغو ته امکانات پيدا شی او د علی بابا خان غږ ورسي نو کلی به خامخا پرې راټولیږي. د کلي خلک مو هم ذوق لري او اوس په ډيرو پوهیږي.
تاند
زموږ ډیر سندرغاړي دا شکایت لري چې د پښتنو سندرې يې خوښیږي، خو سندرغاړي یې نه، څه کیدای شي چې په ټولنه کې دغه ذهنیت بدل شي او د نورو ملیتونو په شان سندرغاړي ته د هنرمن یا فنکار په سترګه وګوري؟
علي بابا
پخوا دا خبره وه خو څومره چې زه وینم. لا اقل دا تیرو پنځه کلونو نه خلک سندرغاړو ته سپک نه ګوري، عزت یې کوي خو دا په دې پورې هم تړلې ده چې سندرغاړی څه وایي؟ څه رقم موسیقي وړاندې کوي نو که موږ سم شعر واخلو د فکر سره موسیقي وکو د انقلاب موسیقي وکو نو زموږ ولس به یې خوښوي ځکه چې زموږ پښتانه د انقلاب تږي دي نو دوی به موږ ته عزت راکوي، سمه ده چې سندرغاړي اکثره ناداره خلک دي یوازې زموږ وطن مې نه ټوله نړۍ کې نو که د ولس له خوا د دوی لاس نیوی وشي او دوی د پيسو لپاره موسیقی ونه کي نو هم به دوی ارامه وي هم به ښه موسیقي کوي او ولس به هم عزت ورکوي. اوس زموږ د پښتنو فکر لوړ شوی زه چې خپل ځان سره د دوی سلوک ګورم د عزت او احترامه ډک دی. نو د افغانستان دولت هم دې کې خپل رول لوبولی شي چې هر ځای کې د فن د زدکړې اکاډمۍ جوړې کي چې هغه کې فنی کسان وروزل شي نو دا مشکل به حل شي هر کور کې به موزیسین وي او فنکار به وي او چې هر کور مې د علی بابا خان د فکر ملګری پيدا شي نو انقلاب به هم راځي او هنر مند ته به هم څوک په سپک نظر نه ګوري.
تاند
د پښتو موسیقۍ د ودې او د معیار د اوچتولو لپاره څه وړاندیز لرئ.
مثلاً څو سندرغاړو دا وړاندیز کړی چې که موسیقي د ښوونځیو په نصاب کې شامله شي او خلک ورسره بلد شي نو عام خلک به د ښې او بدې موسیقۍ توپیر وکړای شي او په دې ډول به د بې معیاره موسیقي اوریدونکي کم او سندرغاړي به هم هڅه وکړي د موسیقي کیفیت ته پام وکړي او معیار یې اوچت کړي؟
علي بابا
د پښتو موسیقي د معیار د لوړولو لپاره هم سندرغاړی او هم ولس مسول دی داسی چې سندرغاړی باید د موسبقی لپاره ښه او دروند شعر انتخاب مي او کلهړجه کوم سندرغاړی ښه شعر او ښه موسیقی وړاندی کي نو ولس ته په کار ده جه هغه ته مینه ورکي چې هغه نور هم وهڅوي چې خپلو سندروته ډير پام وکي. او کله که یو سندرغاړی. ښهشعر او موسیقی نه وړاندې کوي نو ولس باید هغه نقد کی مینه ورله کمه کي چې هغه پوه شي او خپلو سندروته پام وکي. نو دې سره به زموږ موسیقی معیاری شي او هنر او هنرمند ته به څوک کله هم سپک نظر ونه کي. او که موږ به خپلې پښتو موسیقی او ادب ته عزت ورکوو. ښه سعر ښهدکمپوز او ښه موسیقی وړاندې کو نو موږ به خپلې موسیقی معیاری کیدوته لاره هواره کو.