تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د PTM مشرانو محسن داوړ او علي وزیر ته اجازه ورکړه چې افغانستان ته ولاړشي، دغه دواړه مشران نن سهار د تورخم په فرضي دروازه راواوښتل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دغه خبره تاند ته تایید کړې او ویلي یې دي چې دواړه به د ننګرهار له والي شاه محمود میاخیل سره تر لیدو وروسته په هغه چورلکه کې کابل ته ورسول شي چې د ولسمشر په امر را استول شوې ده.

کابل ته د داوړ او محسن د رسولو لپاره عاطف مشعل او ورسره پلاوی په څرخکه کې جلال اباد ته راروان شوي دي.

بلخوا د ارګ د ویاند مرستیال لطیف محمود تاند ته تایید مړه چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم به د محسن داوړ او علي وزیر تر راتلو ځنډېدلي وي.

ټاکل شوې وه محسن داوړ او علي وزیر یکشنبه کابل ته په ۹۲۸ نمبر پرواز کې راشي تر څو نن د دوشنبې په ورځ د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي خو د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې لخوا بیرته وګرځول شول خو تیره شپه له سختو نیوکو له کبله د پاکستان حکومت اړ شو چې دواړو ته د افغانستان د سفر اجازه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *