تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۲۷مه: د کوزې پښتونخوا د بنو سیمې استیناف محکمې په ضمانت د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوه مشرانو محسن داوړ او علي وزیر د خوشې کولو امر کړی دی.
د پېښور د ایالتي محکمې اړوند د بنو استیناف محکمې قاضي ناصر محفوظ وايي، دوی ته د ښاغلي داوړ او علي وزیر د ضمانت عریضې ور رسېدلې دي، ځکه یې ده هم ضمانتونه منظور کړي او د خوشې کولو امر یې ورکړی دی.
نوموړي ویلي، چې دواړه پښتونپال مشران به د لس لکه کلدارو په ایښودلو او دوه مهمو کسانو په ضمانت له زندانه خوشې شي.
پر علي وزیر او محسن داوړ باندې د پاکستان پوځ تور لګولی دی چې دواړه مشران د شمالي وزیرستان د خړ کمر پر یوه پوسته برید کې ښکیل وو.
دغه پېښه کې ۴ پاکستاني افسران وژل شوي وو.