د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مشر علي وزیر

تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱مه: د  پاکستان پولیس وایي چې طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ او د پارلمان غړي علي وزیر د وژلو پلان تړلی دی، خو علي وزیر بیا خبرداری ورکړی چې هر څه پرې وشول مسوولیت یې د پاکستان د مرکزي ادارې پر غاړه دی.

علي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه څو مکتوبونه خپاره کړي چې د ډېره اسماعیل خان ځایي پولیسو د یکشنبې په ورځ علي وزیر ته سپارلي دي او هغه ته یې سپارښتنه کړې چې پر ځان دې پام ساتي: (( ریاست موږ په دغو مکتوبونو نشي ډارولی، ماته چې هر څه پیښ شول مسوولیت یې د ریاست پر غاړه دی، د شر اچوونکو ډلو ریموټونه له پاکستان سره دي.))

علي وزیر ادعا کړې چې پاکستاني ادارو ورته ویلي چې د تحریک طالبان سجنا ګروپ په علي وزیر د حملې پلان لري.

علي وزیر ته په سپارل شویو مکتوبونو کې دا هم ویل شوي چې په کال ۲۰۰۴ کې چې په واڼه کې د علي وزیر پلار مرزا عالم او پنځه نور پښتانه ووژل شول، هغه هم د تحریک طالبان پاکستان کار و.

خو د پي ټي اېم مخکښ مشر  علي وزیر وایي چې د امنبتي ادارو دا خبرې له پېښې سره اړخ نه لګوي بلکې په وینا یې د دوی دا خبره خو ځکه له دلایلو سره مطابقت نه خوري چې په ۲۰۰۵ کې هغه وخت تحریک طالبان هېڅ جوړ شوی هم نه و.

علي وزیر پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې پخوا هم د ده پر ضد او د وژلو لپاره څو ځلې هڅې شوې دي: “ما پخوا هم ویلي، هر قسم نقصان چې راورسیږي، د پاکستان امنیتي او پوځي ادارې یې ‌ذمه وارې دي. مونږ پخپله لاره نېغ روان یوو، زموږ سوچ او فکر و ضمیر صفا دی. موږ د قوم د حق دپاره هر قسم ګواښونو ته ولاړ یو. له هېچا ویره نه خورو.”

یاده دي وي چې تېر کال د خړکمر په پېښه کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د پي ټي اېم په معترضانو ډزې وشوې، چې بیا وروسته علي وزیر هم هلته ونیول شو او څو میاشتې یې په بند کې تیرې کړې.

هغه په لومړي سر کې پاکستاني پوځ ونیو، خو وروسته وویل شول چې وزیر د ترهگرۍ ضد پولیسو ته سپارل شوی دی، خو په آخره کې په ضمانت خوشې شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *