تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲مه: د پاکستان لومړي وزیر د اقتصاد نړیوالې مجمع ته په وینا کې ویلي، له طالبانو سره د سولې هوکړه د سیمې د اقتصادي وضعیت او ثبات لپاره ګټوره ده.
عمران خان ویلي، پاکستان د سولې د ملګرتیا پریکړه کړې او په افغان جګړه کې د برخې اخیستلو له کبله یې زیات تاوان کړی دی.
نوموړي د سویس په داووس کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، د شوروي اتحاد لخوا د افغانستان له پریښودلو وروسته افراطیت، مذهبي ډلې، وسله وال ګروپونه او مخدره توکو وده وکړه چې پاکستان ته یې هم زیان ورسېد.
نوموړي همدا راز ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ۷۰ زره وګړي بایللي او د ځانمرګو بریدونو له کبله پاکستان په ټوله نړۍ کې بدنام شو.
د عمران خان په خبره اوس پاکستان پریکړه کړې چې له سولې سره به همکاري کوي او بیا به د هیڅ کومې کشالې برخه نه ګرځي.
عمران خان زیاته کړه، هیواد یې د افغان سولې لپاره فعاله رول لوبوي او اوس په دغه هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو امکانات زیات دي، چې ورسره به پاکستان له منځنۍ اسیا سره اقتصادي لارې د خلاصېدو نه وروسته ته د ګټې اخیستنې فرصت ترلاسه کړي.
د داووس نړیوال اقتصادي کنفرانس ته به نن د افغانستان په وخت شپږ بجې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وینا وکړي.
عمران خان: القاعد موږ روزلې، د مذاکراتو لغوه کولو نه وړاندې باید مو جریان کې وای
http://www.taand.com/archives/135443
که افغانانو په یاد وی څو ورځی مخکی د پاکستان پوځ او استخباراتو په مشترک ډول په بلوچستان په دینی مدرسه کی د طالب چارواکو په شتون حمله ترسره کړه چی د پولیس مشر په شمول زیاتره طالب چارواکی هم په کی له مینځه لاړل مګر پړه یی داعش په غاړه واخیستله
چی دا یی طالبانو ته یو پیغام ورکړ چی داسی پریکړه به له امریکا او افغانستان سره نه کوی چی زموږ ګټه پکی نه وی شامله