تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان نن /چهارشنبه/ په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان په سوله او پخلاینه کې د پاکستان ګټې نغښتي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، خلیلزاد د ولسمشر ټرمپ نېکې هیلې د پاکستان صدراعظم ته ورسولې، ویې ویل چې د امریکا مشرتابه په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې ګډ هدف ته د رسېدو لپاره له پاکستان سره د همکارۍ هیله لري.
د پاکستان د صدراعظم د دفتر له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي عمران خان د سیمه ییزې سولې لپاره هلوځلو ته خپله ژمنه څرګنده کړه، ده د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له پاکستان څخه د همکارۍ د غوښتنې په اړه د ولسمشر ټرمپ د لیک هرکلی هم وکړ.
خو اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې عمران خان په دې اړه چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کوي، کومه ژمنه ورنه کړه.
خلیلزاد پرون د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل. دا له کله چې خلیلزاد د افغانستان د سولې ځانګړی استازی ټاکل شوی، پاکستان ته د خلیلزاد درېم سفر دی.
دا ځل د ده له سفر سره په یو وخت د طالبانو د قطر پلاوی هم پاکستان ته تللی دی.
ټول دروغ
افغان ولسه ، څه وخت به پوهیزی؟