تاند(جمعه، د حمل۱) د پاکستان صدراعظم عمران خان نن (جمعه) د خپل هیواد چارواکو ته امر وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک – چمن لار پرانیزي.
پاکستان په وروستیو ورځو کې د سپین بولدک – چمن او همداراز تورخم لارې د دې لپاره بندې کړې چې د کورونا وایرسو د خپرېدو له مخه ونیسي خو اوس په دې ناروغۍ تر افغانستان په پاکستان کې ډېر کسان اخته شوي دي.
عمران خان وویل، اسلام اباد به په نړۍ کې د کورونا وایرسو له خپرېدو سره سره د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
ده په یوه ټویټ کې لیکلي«له کوویډ-۱۹ نړیوالې اوبا سره سره، موږ له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره مرستې ته ځان ژمن ګڼو. ما د چمن – سپین بولدک د پولې د پرانیستلو امر کړی او لارۍ مې پرېښودې چې افغانستان ته واوړي. په دې بحراني حالت کې، موږ له افغانستان سره ثابت ولاړ یوو.»
پاکستان تراوسه د خپلو ۴۵۶ اتباعو کورونا تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې وایرسو تر دې دمه دوه تنه مړه شوي دي خو په افغانستان کې تراوسه د ۲۲ تنو کورونا مثبته تشخیص شوې چې کابو ټول له ایران څخه راغلي افغانان دي.
اوس دا وایرس د نړۍ ۱۸۰ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی دی.
د روغتیا نړیواله اداره له خلکو غواړي چې یو بل ته لاس ورنه کړي، له ګڼې ګوڼې ځان لېرې وساتي، او لاسونه د ورځې څو واري په صابون ومینځي.