تاند- (سې شنبه، د میزان ۲) د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون (دوشنبه) د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره تر کتنې مخکې له طالبانو سره د امریکا د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

عمران خان وویل، د افغانستان شخړه بالاخره باید د سیاسي خبرو له لارې حل شي.

عمران خان، چې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی او هیله لري چې له ولسمشر ټرمپ سره به وویني، د بهرنیو اړیکو شورا ته په خبرو کې وویل«زه وروسته له ولسمشر ټرمپ سره وینم او هغه ته به ووایم، وګوره پوځي حللار نشته. که تاسې په ۱۹ کلونو کې بریالي شوي نه یاست، په ۱۹ نورو کلونو کې هم نه شئ بریالي کېدای.»

عمران خان په دې اړه څه ونه ویل چې ولې یې د طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

پاکستان هیله لري چې بالاخره به امریکا دې نتیجې ته ورسېږي چې په افغانستان کې نه بریالۍ کېږي نو ښه دا ده چې پر امریکا او نوره نړۍ د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره د افغانستان کنټرول اسلام اباد ته وسپاري.

د امریکا د بهرنیو اړیکو په شورا کې له عمران خان څخه د طالبانو د قوت په اړه پوښتنه وشوه، ده وویل«فکر نه کوم چې طالبان به ټول هیواد (افغانستان) ونیولی شي. زما په نظر په جګړه کې به ولاړ حالت رامنځته شي.»

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په نیویارک کې له عمران خان سره ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، چې له عمران خان سره د امریکا په سفر کې ملګری دی، وايي:

«خلیلزاد د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه خپل تحلیل وړاندې کړ.»

ټرمپ تراوسه پورې له عمران خان سره نه دي لیدلي خو د پاکستان د سخت سیال هند له صدراعظم سره یې نه یوازې کتلي بلکې خورا تود هرکلی یې کړی دی. دا هغه څه دي چې پاکستان یې په وړاندې خورا حساس دی.

One thought on “عمران خان، له ولسمشر ټرمپه وغوښتل چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي”
  1. د بی بی سی پحواله چې دونالډ ټرمپ له عمران خان سره ولیدل اوهی څداسی ژمنه یی تر لاسه نه کړه چی د طالبانوسره به خبری شروع شی. او تر ټولو جالبه بیا دغه وه چی کله عمران خان له ټرمپ څخه وغوښتل چی د نړۍ د زبر ځواک په توګه د افغانستان،هند ،کشمیر او ایران په ستونځو کی منځګړیتوب وګړی نوټرمپ په ټوکه ورته وویل چی دری واړه ستا سخت ملګری هم دی او پدی سره په مجلس کی حاضروخلکو او ژورنالیستانو په زوره وخندل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *