تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ډاډ ورکړی چې د افغان سولې پروسه کې د اسانتیاو برابرولو ته به دوام ورکړي.
نوموړي له امریکايي سناتور لینډسې ګراهام سره د نورخان په هوايي اډه کې د لیدنې پر مهال ویلي، افغان سوله پاکستان ته ګټه لري او اسلام اباد به په دې برخه کې د اسانچاري په توګه خپل رول ته دوام ورکړي.
ښاغلي لینډسې ګراهام د پاکستان د پوځ له مشر، د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره هم کتلي دي او د افغانستان د سولې په اړه ورسره له غږېدو وروسته افغانستان ته راغلی دی.
لدی مخکی خلیلزاد هم له باجوه او قریشی سره خبری کړی وی او اوس امریکایان کوښښ کوی چی د وتلو لپاره له پاکستانه کومک وغواړی مګر معلوم به شی چی پاکستان څومره پیسی ترینه غواړی