تاند، سه شنبه، د میزان ۲ مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا ته په وینا کې اقرار کړی دی چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د افغانستان لپاره القاعده ډله روزلې وه، خو په وینا یې اوس د افغانستان بحران نظامي حل لاره نه لري.

نوموړي ویلي، القاعدې له پاکستاني پوځ سره ژوره اړیکه لرله، خو د سپټمبر له یوولسمې وروسته پاکستان ۱۸۰ درجې تغییر وکړ او په افغانستان کې یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا خوا ونیوله، په داسې حال کې چې د پوځ هیڅ غړی ورسره موافق نه و.

عمران خان ویلي، له طالبانو سره هوکړه بیخي نږدې شوې وه خو تر لغوه کولو وړاندې یې باید د امریکا ولسمشر پاکستان ته خبر ورکړی وای چې څه خبره شوې ده؟

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان تېر ماښام له ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده.

عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره یو ځای یوې خبري ناستې ته وویل، په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات په معنا دی‌ او له ښاغلي ټرمپ یې غوښتنه وکړه چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پیل کړي.

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې داسې کومه ژمنه ونه کړه چې ګواکې طالبانو سره به د سولې خبرې بېرته پیلوي، خو دومره یې وویلګورو به چې څه کېږي؟

خان

4 thoughts on “عمران خان: القاعد موږ روزلې، د مذاکراتو لغوه کولو نه وړاندې باید مو جریان کې وای”
  1. یوازې القاعده یې نده روزلې، ټول جهادی جنایتکار تروریست تنظیمونه یې د سی ای ای په فرمایش وزیږول و وروزل – له اورمغزي ترهګرګلبدین، سیاف بن لادن، لغړ مسعوده رانیولې تروحشي ملاعمر او اوسنیو وژوونکیو مذهبي رباټانو

  2. دا توری کړنی خو یوازی د شاګرد هنر! دی
    استاد ئی تر دی لا ستر ستر هنرونه ! تر سره کړی دی
    د روسئی په قلب کی د مارکسیسټی مفکری د غلطی وینی تزریق او ددی مفکوری ترویج او تعمیم (خصوصاً زموږ غوندی هیواد کی ) او بیا بیرته ددی وینی تصفیه او د شوروی د بدن هر اړخیزه جراحی د بشری تاریخ د وروستیو لسو پېړیو د حیرانوونکو شهکاریو څخه یو شهکار ګڼل کیږی

  3. تروریستان روزل، ګاونډی او بشریت تباه کول؛ آیا انسانی کار دی؟
    نو مطلب دا چی ۱۱ سپتمبر حمله پر آمریکا تاسی کړیده .
    آیاانسان او بیا مسلمان پر جنایت او تباهی افتخار کولی شی؟
    اوس غیر لدی کوم بل بزنس نلری؟
    حال دا چی اسلام وایی: خیرالناس من ینفع الناس او من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام

  4. کله چی پاکستان پوځ او استخبارات پوه شی چی افغانان لدی استخباراتی جګړی او زما په چال ټول نړی پوه شوه نو بیا د عمران خان یا پرویز مشرف په واسطه په رسانیو کی یا کنفرانسونو کی خبری کوی

    سوال داده چی پاکستان اسلامی هیواد که کافر؟
    کچیری مسلمان وی نو ولی یی له کفر سره مرسته وکړه او اسلامی امارت یی نسکور کړ؟
    کچیری کفری نظام وی نو ولی طالبان ددی پر ځای چی افغانستان کی جنګ کوی مګر په پاکستان کی شپی تیروی چی هله افغانستان کی کفری نظام دی در حالیکه چی د امریکا آډی هم هلته شته او زیاتره حمله له همغه ځای دلته پلان ګذاری کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *