تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې کېدای شي د سپټمبر په ۲۳مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په حاشیه کې عمران خان او ډونالډ ټرمپ یوتر بله بیا سره وویني.

رسنیو خبر ورکړی چې کېدای شي ټرمپ او عمران خان په ۲۴ ساعتونو کې دوه یو غیر رسمي او یو رسمي ملاقات سره وکړي چې اجنډا به یې په افغان سوله کې د پاکستان مرسته او تر ډېره د کشمیر لانجه وي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته به تر راتلونکې دوشنبې پورې د ګڼو هېوادونو مشران ور ورسېږي چې د سپټمبر تر ۲۹مې پورې به یې رسمي چارې روانې وي.

افغان حکومت په دغه ناسته کې د ولسمشر غني د ګډون په تړاو لا څه نه دي ویلي، خو تېر کال ولسمشر غني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته تللی او له ولسمشر ټرمپ سره یې هم پر افغان سوله خبرې کړې وې.

2 thoughts on “عمران خان او ټرمپ یو وار بیا پر افغان سوله یو تر بله ویني”
  1. د ډیر فکر او سنجش وروسته راته څرګنده شوه چه د خلیلزاد او طالیبانو تر مینځ د سولی خبری د پاکستانی چارواکو په هدفی مشوره ځنډیدلی دی.
    د پاکستانی چارواکو هدفی مشوره دا وه چه خپل اعتبار او کریدت امریکا ته وښایی او دبلی خوا د افغانانو(خلیلزاد او ناپوهه طالیبانو) حیثیت او فیصلو ته صدمه ورسوی دا معنی چه افغانان فیصلی نشی کولی دا فقط پاکستانیان دی چه د سولی ګټوری مشوری د امریکا په ګټه کوی

    په دغه هدفی مشوره کی د پاکستان ګته داده

    1- عمران خان ته به موقع په لاس ورشی چه د ډونالډ ټرمپ سره په دغه غونډه کی ناسته وکړی.
    2- ټرمپ ته وښایی چه یو افغان خلیلزاد دا توانایی نلری چه سوله رامنځته کړی فقط او فقط پاکستانیان دا کار کولای شی.
    3- په دغه ناسته کی به خپلی زیانمنی شوی اړیکی بیرته روغی کړی او ترمپ به ورته د پیسو ژرنده بیا شروع کړی او داسی نور…..

    په هرصورت طالیب احمق به همداسی احمق وی او په درجنو درجنو به مړه کیژی او ورکیژی او هم به ولسی وګړی او افغانستان د دوی دلاسه د بل چا په مشوره د اور په لمبو کی سوځی

  2. پداسې حال کې چې افغانستان د باندینو چارو وزیر نه لري، اوسنی حالت دا ایجابوي چې ښاغلی دوکتور محمد اشرف غني د افغانستان ولسمسر د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي اسامبله کې فعاله ګډون وکړي او د خپل هېواد او دولت دریځ د سولې او نړیوالو مسایلو په باب په خپلو روښانه او فصیحو ویناوو سره تشریح او بیان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *