تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان نن /سې شنبه/ یووار بیا د خپل دې دریځ دفاع وکړه چې په پاکستان کې زېږېدلو افغان او په ځانګړي ډول بنګالي ماشومانو ته دې د پاکستان تابعیت ورکړل شي.
عمران خان، چې د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) په غونډه کې خبرې کولې، وویل«په پاکستان کې زېږېدلي ماشومان باید حق ولري چې پاکستانیان وبلل شي.»
د پاکستان صدراعظم په عین حال کې وویل«تراوسه پورې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، وړاندیز د بحث لپاره وړاندې شوی دی او هرڅوک باید خپله سپارښتنه وړاندې کړي.»
عمران خان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا په نړۍ کې منل شوی قانون دی چې که یو ماشوم په کوم هیواد کې وزېږي د هغه هیواد تابعیت اخلي.
ده وویل، د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د زېږېدلو مهاجرو ماشومانو په اړه مختلف قوانین عملي کېږي.
«په پاکستان په تېره بیا کراچۍ کې د بنګالیانو درېم نسل استوګن دی خو د دې لپاره چې دوی الیکترونیکي تذکرې (پېژندکارتونه) نه لري، کار نه شي لرلی او حتي په تعلیمي موسسو کې داخله نه شي اخیستلی.»
«موږ ته ویل شوي چې بې روزګاره ځوانان په کراچۍ کې د اکثرو جنایتونو او جرمونو مسوولیت په غاړه لري. که دوی ته تابعیت ورنه کړو، د دوی راتلونکې به څه وړ وي؟ دوی بېرته تللی نه شي ځکه چې دوی له درو نسلونو څخه په دې هیواد کې اوسي او که موږ تابعیت ورنه کړو دوی څه کولی شي؟»
عمران خان دا هم وویل«په کراچۍ کې له څو لسیزو راهیسې ګڼ خلک بې تابعیته اوسي. مهاجر هم انسانان دي.»
د عمران خان ډېره اشاره بنګالي مهاجرو ته وه چې پاکستان ته د افغانانو تر مهاجرت څه باندې یوه لسیزه پخوا پاکستان ته تللي دي.
ده د افغان کډوالو په اړه وویل، دوی باید خپل هیواد ته ستانه شي او حکومت له وړاندې څخه د افغانانو د خپلې خوښې پر ستنېدا کار کوي.
عمران خان وویل چې د کډوالو د ستنېدو په مسله کې بشري خواخوږي په پام کې نیسي او نړیوال کنوانسینونه هم هیوادونه له دې راګرځوي چې په زور کډوال خپلو هیوادونو ته ونه لېږي.
له بلې خوا د سند د سیمه ییزې حکومتولۍ وزیر سعید غني، بنګالي او افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په اړه د صدراعظم عمران خان پر وړاندیز نیوکه وکړه.
ده وویل چې که صدراعظم عمران خان د بنګالي او افغان کډوالو ماشومانو په اړه ډېر اندېښمن وي د خپل «بني ګالا» استوګنځي دروازه دې ورته پرانیزي.