تاند- د پاکستان صدراعظم نن /دوشنبه) د امریکا له ولسمشر ډانلد ټرمپ سره تر کتنې مخکې یوه مطرح امریکايي سناتور ته وویل چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره له امریکا سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کوي.
عمران خان دا خبره د امریکا د کانګریس د سنا جرګې له جمهوریپال غړي لیندسي ګراهام سره په کتنه کې وکړه.
ګراهام، چې د سنا جرګې د عدلي کمېټې مشر دی، د افغانستان په مسله کې زیاته دلچسپي لري او له دې سره کلک مخالف دی چې امریکايي پوځیان هدف ته تر رسېدو مخکې له دې هیواده ووځي.
ده د شنبې په ورځ (جولای ۲۰) په یوه ټویټ کې ولیکل«هیله لرم چې د ټرمپ حکومت به د سیمې شرایطو ته له پامه پرته په اتلس میاشتو کې د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنې ته کمزوری ځواب ورنه کړي.»
په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت له خبرپاڼې سره سم، عمران خان او سناتور ګراهام په خپله کتنه کې، چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم حاضر و، د پاکستان – امریکا پر اړیکو او د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.
عمران خان وویل چې پاکستان له امریکا سره په لوړه کچه هراړخیزې اړیکې غواړي چې د دواړو هیوادونو ګټې خوندي کړي او په اقتصادي، سوداګري، او د انرژۍ په سیکتور کې د پانګونې په شمول په ټولو برخو کې وي.
پاکستان د سږ کال په لومړیو کې، چې د ولسمشر ټرمپ حکومت پرې مرستې بندولې، اعلان وکړ چې د امریکا مرستو ته اړتیا نه لري خو اوس له امریکا مرسته غواړي.
عمران خان او شاه محمود قریشي څو ځلې وویل چې امریکا دې له پاکستان سره خپلې اړیکې د افغانستان په مسلې پورې نه رالنډوي بلکې د دې مسلې په وړاندې دې له پاکستان سره اقتصادي او تجارتي همکارۍ په پام کې ونیسي.