تاند- د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال کینت مکینزي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، عمران خان له جنرال مکینزي سره په کتنه کې له سیاسي لارې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.

ډان نیوز د پاکستان د صدراعظم د دفتر د خبرپاڼې له مخې وايي، عمران خان د افغانانو ترمنځ د خبرواترو پر اهمیت ټینګار وکړ څو ټول اغېزمن او نفوذ لرونکي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان لپاره پالیسي جوړه کړای شي.

ده همداراز له افغانستان سره د ښو اړیکو لرلو ته لېوالتیا ښکاره کړه.

عمران خان دغه راز د اسلامي دولت (داعش) په شمول د سختدریځو ډلو د بیا فعالیدو پر ضد د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ډان نیوز د پاکستان د صدارت د خبرپاڼې پر اساس وايي چې عمران خان له امریکايي قوماندان سره په خبرو کې له هند سره د ښو اړیکو هیله وکړه.

په وروستیو ورځو کې پاکستان سخت په وېره کې دی چې ممکن هند راتلونکې اوونۍ (د اپریل له ۱۶ تر ۲۰ پورې) پر پاکستان حمله وکړي.

One thought on “عمران خان د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانانو ترمنځ د ګډې پالیسۍ پر جوړولو ټینګار وکړ”
  1. “ډان نیوز د پاکستان د صدراعظم د دفتر د خبرپاڼې له مخې وايي، عمران خان د افغانانو ترمنځ د خبرواترو پر اهمیت ټینګار وکړ څو ټول اغېزمن او نفوذ لرونکي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان لپاره پالیسي جوړه کړای شي.

    عمران خان دغه راز د اسلامي دولت (داعش) په شمول د سختدریځو ډلو د بیا فعالیدو پر ضد د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ غوښتنه وکړه.”

    In a non-diplomatic language the first paragraph mean to let Pakistan as an influential party to make policy for Afghanistan future.

    The second paragraph, he is actually asking funding to be distributed via Pakistan as it was for fighting on that front.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *