تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وايي، هڅه کوي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په ټپه درېدلې خبرې بیا پيل شي.

نوموړي دا څرګندونې نن چهار شنبه په تورخم بندر کې جوړ شویو مراسمو ته په وینا کې کړې دي او زیاته کړې یې ده، دا ورته د خپګان وړ خبره ده چې د طالبانو او امریکا خبرې په ټپه درېدلې دي: (( تاسو ته ډاډ درکوم چې په ټول زور او توان به دا خبرې بیا پيلوو، تر څو د سولې پروسه پرمختګ وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې شنونکي د سولې د خبرو ځنډېدل له پاکستان څخه انګېري او وايي، که پاکستاني استخباراتي شبکو طالبانو ته د امتیازاتو اخیستلو لپاره د بریدونو زیاتولو مشوره نه وای ورکړې، نن به ټرمپ په یو ټویټ له طالبانو سره خبرې مړې شوې نه بللې.

شنونکي وايي، پاکستان غوښتل د بریدونو په زیاتولو سره د خبرو په میز طالبانو ته ډېر څه ترلاسه کړي چې دا پلان یې تر دې دمه ناکام ثابت شوی دی.

One thought on “عمران خان: د امریکا او طالبانو د سولې خبرې به ژر بیا پيل کړو”
  1. عمران خانه ، ټول خلک پوهیژی چه غوا توره پی یی سپینی ! پاکستانی حکومت دیوی خوا پر افغان ملت هره روځ قاتلانه او تروریستی بریدونه کوی او بیایی په خپل مزدور طالب باندی ټاپه کوی اوهم د سولی چیغی وهی . ددی وژنواو تروریستی حملو لمړی درجه مسئول دپاکستا ن حکومت دی .
    تاریخ ته په کتوسره د پاکستان حکومت باید په یاد ولری چه ددیورند د کرښی دواړو خواته افغان وژنه کوم چه د پاکستانی حکومت د یوه تروریستی سیاست په نتیجه کی رامنځ ته شوی د پاکستان د پاره په یو دروند قیمت تمامیدونکی ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *