خبریال: میرویس جلالزی –

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي دی باور نه لري چې د طالبانو او پاکستاني دولت ترمنځ دي د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسیږي.

عمران خان، چې ګوند یې په خیبر پښتونخوا کې حکومت په واک کې لري، دغه څرګندونې د جمعې په ورځ څو ساعته وروسته تر هغه وکړې چې په اسلام آباد کې په یوه پټ ځای کې د طالبانو د استازو او پاکستاني دولت او مرکچیانو ترمنځ خبرې اترې تر سره شوې.

د انصاف ګوند د مشر عمران خان پر وینا، تر هغو چې په قبایلي سیمو کې د امریکا د بي پیلوټه الوتکو بمباري او تر څنګ یي د پاکستاني ځواکونو عملیات په ټپه و نه درول شي، دغه خبرې یو ځای ته نه شي رسیدلای.

هغه وویل، د عملیاتو دوام به د شرارت څپې د پاکستان نورو برخو ته هم پراخې کړي.

د عمران خان په خبره د پاکستاني لوري او طالبانو ترمنځ د خبرواترو د لومړي پړاو پای ته رسیدو ته په کتو داسي ښکاري چې د ترهګري بریدونو، بمي چاودنو او پر حکومتي قواوو د بریدونو لړۍ به همداسي دوام ولري او دا امکان هم شته چې د سولې روانې خبرې اترې ناڅاپه پرې شي.

د عمران خان وویل، ګومان کوي، په راتلونکو ورځو کې به د طالبانو په بریدونو کې د بې ګناه پاکستانیانو د وینو تویدو شاهد وي او د طالبانو پر ضد به د حکومت عملیات هم بیا پیل شي.

هغه د سولې د خبرو کامیابي پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له بندیدو سره تړلي وبلل چې په خبره یې که چیرته واشنګتن یو ځل بیا د تیر کال په څیر د خبرو په حساسو مراحلو کې پر طالبانو ورته بریدونه وکړي دا کار به د سولې پروسې ته سخت زیان ورسوي.

د پاکستان د دولت او طالبانو ترمنځ د پنجشنبې په ماښام خبري پیل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *