عمران خان او ملا عبدالغني برادر

تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: د پاکستان لومړی وزیر عمران په داسې حال کې نن قطر ته تللی چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ د فبروري په ۲۹مه امریکا او طالبان د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې عمران خان به په دې یو ورځني سفر کې د قطر له امیر شیخ تمیم ابن حماد الثاني سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وضعیت خبرې وکړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې عمران خان به په دې سفر کې د قطر له امیر سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه هم خبرې وکړي.

خو ښاغلي قریشي ویلي، چې عمران خان به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون ونکړي، بلکې دی به د پاکستان په استازیتوب په دغو مراسمو کې برخه واخلي.

د هغه په وینا د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان مسوولیت پای ته رسېدلی او هېواد یې یو ناممکنه کار ممکن کړی دی.

نوموړي د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې د انتخاباتو مسله باید د سولې د بهیر خنډ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له ټاکنو وړاندې د طالبانو د رضایت په خاطر په افغانستان کې د موقت حکومت طرحه وړاندې کړې وه چې افغان حکومت دا د بد تاریخ تکرار وباله او طرحه یې ور رد کړه.

2 thoughts on “عمران خان د سولې د تړون د لاسلیک په درشل کې قطر ته رسېدلی”
  1. عمران خان وایی « د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان مسوولیت پای ته رسېدلی او هېواد یې یو ناممکنه کار ممکن کړی دی. »
    عمران خان رښتیا وایی چې د دوی مسوولیت پای ته رسیږي.
    که دوی طالبان پخوا مذاکراتو ته پرېښي وای ، دا مذاکرات به ډېر پخوا سرته رسیدلي وو. د فکیستان دولت هروخت د بین الافغاني مذاکراتو خنډ ګرځېدلی دی . څلور پنځه کاله یې ملا عبدالغني برادر د کراچۍ په زندانونو کې بندي ساتلی وو چې ولې یې د افغانستان له قانوني دولت سره د خبرو تمایل ښکاره کړی وو. د څوکاله مخکې خبرو په جریان کې یې د ملا عمر وژل تایید کړه چې دوه کاله د خبر تر افشا کولو مخکې وژل شوی وو.
    په قطر کې د طالبانو هیئت په پاکستان کې وټاکل شو او بیا د طالبانو دا هیئت د خبرو په جریان کې څوځلې له تاسو او په کویټه کې د طالبانو له مشرانو سره د مشورو او هدایت اخیستلو لپاره پاکستان ته سفرونه وکړل .
    تاسو د طالبانو د وژلو او بندي کولو لپاره 33 میلیارده دالره له امریکا خپله اجوره ترلاسه کړله او پدې موده کې د طالبانو په تربیه ، روزلو ، افغانستان ته د تخریب او وژلو لپاره په خیبر پښتونخوا او کویټه کې دفترونه او روزنځایونه جوړ کړي وو .
    فکیستان هغه دولت دی چې د خپلوبېګناه مسلمان ګاونډیانو له وژلو خوند اخلي او دپښتنو په وژلو په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې د خپل پیدایښت له ورځي مصروف دی .

  2. پاکستان فکر کوی چی څه وایی همدا کړیدلی ولس به زموږ په خبرو باور وکړی یعنی دا چی پاکستان په نړی کی سپینه کوتره ده مګر ولس پدی پوه دی چی پاکستان د امریکا د ډالرو د لاسته راوړلو لپاره ملاعبدالسلام ضعیف چی طالبانو په وخت کی د افغانستان سفیر وو امریکا دولت ته لاس تړلی ورکړ چی کله را خوشی شو نو بیا د خپل بندی کیدو او په امریکا ورسره د بد چلند په اړه کتاب لیکلی دوستان کولی شی یو ځل بیا یی ولولی چی پاکستان زموږ افغانانو څومره قوی او تاریخی دښمن هیواد دی

    کله چی افغانان د خپل هیواد تیر ۴۰ کلن او اوس وخت کی ۱۹ کلن او د طالبانو ۵ کلن او مجاهدینو او داخلی جګړو ۵ کلن او لنډه موده یی دولتونو تاریخ وګوری نو داسی فکر کوی چی له برتانیه او امریکا او روسیی مخکی اصلی قاتل د افغانانو همدا پاکستان دی ځکه نه تنها افغانان بلکه ښکته پښتانه چی خپل د نفوذ لاندی ولس یی ګڼی د منظور پښتون د وینا پر اساس چی همدی پوځ زموږ کورنه او دوکانونه او مارکیتونه سره سره ۳۲ پښتانه د ښځو بوډاګانو او ماشومانو په شمول قتل عام کړی چی زیاتره لا تر اوسه هم نادرکه دی نو لدی معلومیږی چی د دوی پوځ دپښتنو په قتل پسی یی راخیستی

    کله چی لږ مخکی ته وګورو د همدی امریکا راتګ او دا هیواد باندی ۵۲ ډوله طیارو بمبار هم د پنجاب په مرسته سرته رسیده او همدارنګه همدی پنجاب ورته نظامی آډی او بحری لاری ورکړی ترڅو افغانان ووژل شی او دوی ډالر لاسته راوړی

    د ملاعمر وژنه ددی په خاطر وو چی محمود خان اڅکزی وویل چی یوه ورځ پاکستانی استخباراتو کسان کندهار ته تللی وو ملاعمر ته یی ویلی کچیری ډیورنډ کرښه امضا شی نو د افغانستان او پاکستان ترمینځ جنجال به هم ختم شی

    نو محمود خان وایی چی وخت د ډوډی خوړلو وو او هغه ته وویل چی خاینه ډوډی واچوه او له دسترخوانه جګ شه او ځه
    نو افغانانو هیڅ وخت دوست له دسترخوانه نده جګ کړی بلکه دښمن یی پیژندلی بیا له دسترخوانه جګ کړی او شړلی یی دی
    چی همدا ملاعمر پاکستان ته لاړ او دلته امریکا مستقر شو نو پاکستان ته یی ډالر ورکړ او ملاعمر د یوڅه مودی وروسته په مرموز ډول یعنی یا د پیچکاری یا بله مصیبتی دوا په واسطه وواژه او دوه کاله یی پیروان (طالب جنګیالی) دده له مرګه خبر نه وو یعنی طالبانو دوه کاله پنجاب ظالم پوځ او استخباراتو په امر دلته مسلمان وژنی ته زور ورکړی وو چی په تاریخ کی دا یو سره کرښه پاتی شوه

    همدارنګه کله یی چی د ملابرجان څخه پوښتنه وکړه، کچیری افغانستان ته ورسیدی او کابل مو ونیوه نو ډاکټر نجیب الله سره څه ډول معامله کوی هغه بیچاره سیاست نه وو زده نو وویل چی هغه زموږ سیاسی مشر ده نظر په اصول بین المللی عفوه به یی کوو نو کله چی پنجاب پوه شو دا مشر یعنی ملابرجان ډاکټر نجیب الله نه وژنی نو د شا له لوری یی په راکټ وویشته او شهید یی کړ

    همدارنګه ملابرادر غوښته چی د کرزی په وخت له کرزی سره روغه جوړه وکړی او جګړه بس کړی نو پاکستان په یوه بهانه ملابرادر یی وغوښت او هلته یی بند کړ چی له نهه کاله بنده وروسته د اشرف غنی په او خلیلزاد په غوښتنه بیرته خوشی شو
    او په قطر کی د سولی د مذاکری مشری ورپه غاړه کړه

    د ملاعمر څخه پرته یی ملامنصور په خپله د ډرون په طیاره هدف کړ او ویی واژه اعلان یی نشر کړ چی امریکا وواژه چی کله امریکا ته دا اجازه ورکوی چی پاکستان تر نفوذ لاندی سیمه کی طالبان ووژنی نو ولی هیبت الله اود کوټی شورا او پیښورشورا نظامی مشرانو ویشتلو لپاره اجازه نه ورکوی

    همدارنګه یی د حقانی یو زوی یی په اسلام آباد کی پخپله وواژه بیا وویل چی موټرسایکل سپرو وسله والو وواژه یعنی دا څه معنا چی د پاکستان په پلازمینه کی د بل هیواد استخبارات راشی او حقانی زوی ووژنی نو هغه سره سره یی زیاتره طالب مشران په اول وخت کی د ډالرو لپاره د ملاضعیف په شمول ونیول او ګونتامو کی یی بندیان کړل

    همدا اوس وختو کی په کوټه کی په طالب مشران چاودنی وکړی چی ملاهیبت الله ورور یی هم په یوه مدرسه کی وواژه ځینو رسانیو ویل چی ملاهیبت الله زخمی شوی چا ویل چی مړ شوی مګر لا تر اوسه دقیق معلوم نده چی رښتیا وژل شوی یا ژوندی دی

    داسی نشی چی د سولی له امضا وروسته ووایی چی هیبت الله د کوټی په چاودنه کی وژل شوی

    آیا امریکا په رښتیا د سولی پلوی دی او دا تیر کال کی یی چی وویل چی امریکا ۳۳ میلیارده ډالر ورکړل مګر پاکستان څه ونکړل مطلب یی څه

    اوس هر څه کراه کراه روښان کیږی ځکه رسانی وخت په وخت د ټولو طالبانو خولی را وسپړی ځکه زیاتره مخکنیو ۷ یا ۸ ګانه جنګی ډلی ټپلی په کلی او کور او رسانیو کی د پاکستان کی تربیه او پټنځاینو په اړه اوس لکه طوطی خبری کوی مګر اوس ولس پوه شوی چی امریکا نغواړی په پاکستان باندی حقیقی فشار راوړی ځکه همدا امریکا افغان ولس او افغان دولت ته ۱۹ کاله دروغ ویلی او رښتیا نه وایی همدا وجهه ده چی په سیمه او افغانستان کی پاکستان او امریکا او برتانیی په وړاندی کرکه پیدا شوی او افغانان د امریکا په اړه چی پدی ۱۹ کاله کومه پالیسی غوره کړی وو خراب اقتصاد او دلته یی ټول ولس د طالب په نوم وژل ترینه ناخوښ دی

    ولس وایی چی امریکا پدی پوهیدله او پوهیږی چی طالب مشران او د هغوی جنګیالی په پاکستان کی اوسیږی مګر تل افغان دولت ورته ویلی چی طالبان ځالی او پټنځایونه په پاکستان کی دی مګر امریکا غوږونه ورباندی کاڼه کول چی ما دا خبره وانه وریده بیا جالبه دا چی کله به امنیت شورا ته شکایت کیده هغوی هم امریکا په اشاره کار کولو

    یعنی بین الملل هم د افغان وژنی کی رول لری

    نو اوس یی هم وخت دی چی دولت باید پدی حساس وخت کی یو مکتوب شورای امنیت ولیږی او ووایی چی پاکستان پلان لری له طالبانو وروسته داعش ډلی ته پیاوړتیا ورکړی چی زیاتره د کونړ اوسیدونکی وایی چی کنړ په ځنګلونو کی لشکر طیبه او جیش محمد ډلی پیدا شوی چی همدا په اصل کی داعش ډلی دی کچیری هند او ایران له افغان ولس غږ نړیوالو ته ورسوی نو دوی به هم له داعش او لشکر طیبی له راتلوونکی وژونکی پلان څخه په امان شی کنه ورځ راتلوونکی دی چی همدا ایران او هند به لکه څنګه چی افغانان پدی ۴۰ کلن یا ۱۹ کلنه دوره کی کړیدلی او کړیږی ورته سرنوشت اخته شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *