د لوی افغانستان اونيزې سرليکنه:

استعمار چې هر کله خپل پایښت په خطر کې وویني د مبارزینو د ویش او یا په بله مانا د مبارزې د تضعیف لپاره د مبارزې مرکزونه له منیځه وړي.

دې چارې او موخې ته د رسیدلو لپاره د استعمار تر ټولو اسانه او ارزانه لاره د (بیل یې کړه او ایل یې کړه) په لاره پل کیښودل دي او لمړی ګام یې د یوه قوم او هیواد د مبارزینو تشخیص، د شته حساسیتونو درک او بیا د همدغو حسیاستونو پر بنسټ د سټراتیژۍ ترتیب او د پلي کولو لارې چارې لټول دي.

پښتون قوم په سیمه کې د هر نیواک ګر په مخ کې لکه د غره ولاړ دی، د پښتون قوم د همدې فطرت له امله په ټوټو ویشل شوی، ښوونیز، کلتوري، فکري او اقتصادي بنسټونه یې نړول شوي او کور ته یې جګړې او جنګونه را وړل شوي.

کله چې برتانوي استعمار په سیمه کې پښتانه د خپل واک او ځواک لپاره د خطر په ډول احساس کړل نو د دې ستر ټبر او د دوی د ستر هیواد د ویشلو په فکر کې شول، هماغه وو چې په ۱۸۹۳ کال کې د برتانوي هند د پرپله پسې فشارونو په پایله کې افغان واکمن دې ته مجبور شول د پښتون قوم پر سینه د ویش چاړه کش کړي او له مارټیم ډیورنډ سره د ډیورنډ د کرښې تړون لاسلیک کړي، له هغه ورځې څخه تر ننه ۱۲۱ کاله تیریږي، پښتانه سره له دې چې په ټوټو وویشل شول خو بیا هم د استعمار د سترګو ازغی دی، په سیمه کې د انګلیس حرمونی او د هغوی د ګټو ساتونکی جعلي هیواد پاکستان خپلې موخې او شتون په خطر کې ویني، د استعمار په نوي دور کې عمران خان د پنجاب لپاره د مارټیم ډیورنډ لوبه تر سره کوي، ګټه به یې د پنجاب او زیان به یې د پښتون او ستر افغان وطن ته رسیږي.

د پښتونخوا ویش یوازې د نوې صوبې یا ایالت رامنځ ته کول نه دي بلکه د پښتنو تر منځ د یو بل دیوال د درولو کوښښ دی.
پښتانه متل کوي چې (لیونی چا په واده کې نه پریښودلو، هغه ویل زه له ناوې سره سوریږم) د عمران ډیورنډ باداران او د هغوی د هیواد شتون مونږ هر وخت نفي کړی نو دا واک به څنګه ورکړو چې زمونږ خاوره یو ځل بیا د نفرت په چاړه پرې کړي، دا واک به څنګه ورکړو چې د پښتون د وجود د بیا ټوټه کولو او د پښتون ټبر د هویت د یوې بلې تورې پردې او کرغیړنې څیرې تر چتر لاندې د مهوه کولو کوښښ وکړي.

د دې سیمې څښتن پښتون دی واک یې هم باید له پښتون سره وي، پنجاب د خپلو ګټو لپاره هر وخت تر سرې کرښې پښه اړولې خو پښتانه د مرګ په خوبه ویده دي، هیڅکله یې د خپلو ملي ګټو اړوند فکر نه دی کړی، پښتونخوا داسې ده لکه د مړو هدیره، د پښتون قوم ټول زرایع او منابع د پنجاب په خدمت کې دي، کله چې خبره د پنجاب د ګټو شي بیا پښتون د هغوی ورور شي، کله چې خبره د پښتون قوم شي بیا نو ورته لارې بندې کړي، وړه او غوړي ورته نه راپریږدي.

د پنجابي استعمار د ګټو د ساتنې لپا��ه په هر وخت او دور کې سترې پانګونې شوي، پنجابیان د پښتنو په نوم روزل شوي، ستر شوي او په پښتون ولس تپل شوي.

عمران مارټیم ډیورنډ د آی. ایس. آی د مستقیم پلان پر مټ د ځانګړو موخو د تر لاسه کولو لپاره سیاست ته راوستل شو، تر ډیره د دریمې درجې سیاسي لیډر په څیر وساتل شو، نن پنجاب عمران مارټیم ډیورنډ ته اړتیا درلودله نو ځکه یې له دریمې درجې څخه را پورته کړ او د پښتونخوا پر ګدۍ یې کینولو.

آی. ایس. آی په لومړي ګام کې پښتون ولسپال ګوندونه بدنام  کړل او بیا یې عمران ډیورنډ پر پښتونخوا مسلط کړو، عمران د پنجاب موخو ته دومره صادق او رښتینې دی چې د انګریز د حرموني د ګټو لپاره د پښتنو د ویشلو لپاره لاس په کار شو.

پښتنو ځان را پورته کړئ، دا دویم ډیورنډ د مکناټن په څیر د خپلو اعمالو په سزا ورسوئ، که نه نو نن خیبر پښتونخوا ویشل کیږي، سبا به سویلي پښتونخوا، بیا به د پښتنو نورې سیمې په خیالي کرښو او پولو سره ویشي.

دا څنګه شونې ده چې مور دې له میرې ډیره مهربانه شي؟

که ویش د یو قوم په ګټه وي نو بیا پنجاب دا ګټه ولی تر ټولو مخکې ځان ته نه رسوي؟

ولی پنجاب په څو ټوټو نه ویشي ؟؟؟

پښتنو هوښیار اوسئ دښمن ډیر مکار او خطرناک دی، هر وخت یې د مذهب په نوم د پښتنو له پاکو احساساتو ګټه پورته کړی، اوبه یې خړې کړي او کبان یې نیولي، خو اوس د پښتون ولس ځوان کهول د ډیورنډ د ټولو چلونو او مکاریو ځواب ورکولی شي، د پښتونخوا ویشل د پښتون قوم د عزت او ذلت مسئله ده، پښتونخوا هدیره نه ده چې د انګریز حرموني به را پورته کیږي، کرښې به پکې کش کوي او څوک به یې مخې ته نه دریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *