تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان نن /جمعه/ وویل، د پښتنو او قبایلو د سختیو په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ خبرې سمې دي خو په کوم ډول چې دوی خپلې غوښتنې مطرح کوي، د پاکستان لپاره ښه نه دي.

عمران خان په اورکزیو قبایلي سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو پر حقانیت اعتراف وکړ، ویې ویل چې دی هم له نژدې ۱۵ کلونو راهیسې د همدغو غوښتنو ملاتړ کوي.

عمران خان دغه راز ومنله چې په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په لړ کې خلک باید له کړاوونو سره مخامخ شوي وای او نورو سیمو ته مهاجر شوي وای ځکه چې کله چې جګړه وي خلک وژل کېږي.

ده په عین حال کې پوښتنه وکړه چې که په دې خاطر هغه خلک چې کړول شوي دي د پوځ پر ضد ږغ پورته کړي، پاکستان ته به یې ګټه څه وي؟

عمران خان وروسته له دې په قبایلي سیمه کې دا څرګندونې وکړې چې تېره اوونۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په میرانشاه کې د لسګونو زرو خلکو په ګډون ستره غونډه جوړه کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پښتني سیمو کې د بشري حقونو غوښتنه کوي.

دا غورځنګ په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ له لوري د اېښودل شویو ماینونو د پاکېدو، د خلکو پر تګ راتګ د بندیز د لېرې کېدو، د هدفي وژنو د پای ته رسېدو، او د لسګونو زرو بې درکه کړای شویو قبایلي ځوانانو د موندل کېدو غوښتنه کوي.

د دې غورځنګ پلویان وايي چې د پاکستان پوځ لا هم بې محاکمې خلک په خپلو کورونو کې وژني او زرګونه کسان یې نیولي چې مړ – ژوندی یې معلوم نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *