تاند، چهارشنبه، د اسد ۲مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سولې انسټیټوټ ته وینا کې ویلي، طالبان باید د افغانستان راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړای شي.

نوموړي زیاته کړې چې حاضر دی په دې اړه له طالب مشرانو سره هم وګوري.

عمران خان زیاته کړې، له ولسمشر ټرمپ سره تر خبرو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی دی چې باید له طالبانو سره هم خبرې وکړي.

عمران خان همدا راز وايي، دی او د پوځ مشر یې له دې وروسته په افغانستان کې نه لاسوهنې ته ژمن دي او اوس یې هېواد یوازې غواړي  د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي چې امریکا هم ورسره په همدې باور ولاړه ده.

عمران خان تر دې وړندې هم ویلي وو چې طالب چارواکو سره ګوري خو افغان حکومت یې له دې کار سره مخالفت وښود او ملګرو ملتونو ته یې رسمي شکایت وکړ چې عمران خان د یوې بلیک لیست شوې ډلې له مشرانو سره ولې لیدل غواړي؟

One thought on “عمران خان: طالبان هم باید د ټاکنو برخه وي، زه ورسره ګورم”
  1. Ultimately, the initial negotiations that have taken place between Taliban and U.S. officials and Imran
    Khan ,Qamar Bajwa rcently, particularly if eventually joined by Afghan representatives,have a unique opportunity to build momentum and create enticing solutions not only for Afghanistan also for the entire region. The tantalizing potential result could be the end of a conflict that has dragged on for almost 18 years unnecessary. and the emergence of a meaningful future for Afghanistan and the surrounding region.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *