تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یو سیاسي او نظامي پلاوي په مشرۍ نن د چین مرکز بیجنګ ته تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې سفر په اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عمران خان د چین په بلنه بیجنګ ته تللی او هلته به له چینايي چارواکو سره په ځین مهمو مسایلو وغږېږي.

خبر پاڼه  چین ته د عمران خان سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ستراتیژیکیو اړیکیو د لا پیاوړتیا لپاره مهم بولي او کاږي، نوموړی به له چینايي چارواکیو سره پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره په سیمه ییزو او نړېوالو اړیکیو هم بحث وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د عمران خان تر ټاکل کېدو وروسته دا چین ته د نوموړي درېیم سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې خان به چینايي چارواکیو سره په بېلابېلو برخو کې یو لړ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.

عمران خان دا سفر په داسې مهال کوي، چې د کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو له امله د پاکستان او هندوستان اړیکي تر پخوا ډېرې کړکېچنې شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر صدراعظم عمران خان مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه هم د دوشنبې په ورځ چین ته تللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *