تاند- د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، محمد اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته ډېره هڅه وکړه چې له پاکستان سره دوستانه اړیکې ټینګې کړي، خو پاکستاني چارواکو له دې فرصته ګټه وانخیسته.

د تحریک انصاف مشر عمران خان، چې ځان پښتون او افغان ګڼي، د یکشنبې په ورځ /مارچ۵/ ایراني رسنیو ته په مرکه کې وویل«اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته په لومړیو وختونو کې ډېره هڅه وکړه چې له اسلام اباد سره ښې اړیکې او دوستي جوړه کړي خو پاکستاني چارواکو له دې موقع استفاده ونه کړه.»

ده وویل چې د پاکستان د پالیسۍ له کبله افغانستان له هند سره اړیکې زیاتې کړې او«باید ووایم چې په دې برخه کې پاکستان ملامت دی.»

د تحریک انصاف مشر زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه او د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې شوې خو دا سمه تګلاره نه ده «موږ د ستونزې د حل کولو پر ځای د مشکلاتو د زیاتېدو سبب شوي یوو، باید دا بهیر دوام ونه کړي.»

عمران خان همداراز وویل«د ایکو سرمشریزې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو پر ډېرېدا مثبت اغېز درلود، خو په دې غونډه کې د افغانستان نه ګډون منفي خبره وه چې باید پر علت یې غور وکړو.»

One thought on “عمران خان وايي، اشرف غني پاکستان ته د دوستۍ لاس اوږد کړ خو پاکستان ورته پام ونه کړ”
  1. If I was instead of President Ghani. I would have stopped all the political relations and business relations with Pakistan. As if pakistan things that without them Afghanistan won’t servive it is their mistake. Afghanistan is not 20 years back Afganistan. It’s new Afghanistan.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *