تاند- د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په پاکستان کې د سختدریځۍ وده له افغان جهاد سره د پاکستان د ملاتړ له کبله وبلله.
د تحریک انصاف مشر عمران خان په ۱۹۸۰ یمه لسیره کې د افغانستان د جګړې په اړه د پاکستان پالیسي وغندله، ویې ویل، پاکستان غلطي وکړه چې د افغانستان په جهاد کې یې ځان شامل کړ او له امریکا سره یې مرسته وکړه.
عمران خان، چې د جمعې په ورځ /اپریل ۷/ په یوه غونډه کې خبرې کولې، وویل، پاکستان په ډالرو جهادیان کرایه کړل او بیا یې د هغوی د ختمولو هڅه په ډالرو وکړه.
«موږ د دې پالیسۍ په خاطر ډېر لوی تاوان وکړ.»
عمران خان وویل چې له امریکا څخه وغوښتل شول چې په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړي. ده ونه ویل چې له امریکا دا غوښتنه چا وکړه.
عمران خان دا هم ونه ویل چې پاکستان لا هم ولي په افغانستان کې د جهادیانو ملاتړ کوي.
خو ویې ویل چې پاکستان لا هم له هغو ډلو سره جنګېږي چې د افغانستان د جګړې (جهاد) په کلونو کې رامنځته شوې وې.
عمران رښتیا وایی چی تروریزم زمونږ جهاد خپور کړ او په ځان یی سپور کړ!!!!!!!!!!!!!!!!!!خو دا باید ومنی چی پاکستان د اسلام دام چی رحمان بابا یی ښه انځوروی وحشیانو(پښتنو)ته پنجاب په ۱۹۴۷ کی کښیښود
رحمان بابا وایی: دین ایښی ددنیا په لار کی دام دی
پری را اړوی وحشیان د مخلوقات
همدغو وحشیانو د اسلام طلایی چاړه په خپله ګیډه ننه ایستله او د
افغان کی جهاد -پاکستان کا دفاع
تر فتوی لاندی د پاکستان عمر تضمین کړ او د حفیظالله هغ ه اعلان او اخطار چی د ۸۱۵ ټانک په افتتاخ کی وکړه:
زه له دغه ځایه شرق اوغرب ته اعلان کوم چی سبا مونږ خپل سور بیرغ دلته پورته کوو او امید دی چی راتلونکی کال دا وخت په اتک کی و رپیږ
تروریزم(پاکستانی اسلام) د پاکستان سمنټ دی اوبی له تروریزمه د پاکستان ژوند ناممکن دی