تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د تروریزم پر ضد په جګړه کې د ګډون له کبله پاکستان ډېر تاوان کړی او له دې سره سره امریکا په افغانستان کې د خپلو ناکامیو پړه پر پاکستان اچوي.
عمران خان، د روسیې له (RT) یا رشیا ټوډې تلویزیون سره په مرکه کې وویل، وروسته له دې چې په ۲۰۰۱ م کال پاکستان د تروریزم پر ضد د امریکا په نړیواله مبارزه کې د واشنګټن ملاتړ اعلان کړ، پاکستان د سر و مال سخت تاوانونه وکړل.
ده زیاته کړه، تر دې وړاندې په اتایمه لسیزه کې پاکستان د شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې افغان مجاهدینو ته روزنه ورکړه او لګښت یې د امریکا سي آی اې ورکړ خو وروسته چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ هماغو مجاهدینو، چې د پاکستان په خاوره کې اوسېدل، د امریکا خلاف جنګ پیل کړ.
عمران خان ادعا کوي چې د تروریزم پر ضد په جګړه کې ۷۰ زره پاکستانیان وژل شوي او تر ۱۰۰ ملیارد ډالره زیات زیان یې کړی دی.
پاکستاني مشرانو په ځلونو منلې چې د طالبانو مشران او شوراګانې یې په خاوره کې دي خو عمران خان په دې اړه څه ونه ویل چې ولې یې هغوی ته پناه ورکړې ده.
He is a mother fucker lier. All dead people are pushtons, not other ethnicities. Pakistani government and military also killed 2500 Americans and millions of Afghans by providing safe haven, comprehensive and multi dimensional support to Terrorists fighting Afghan and coalition forces in Afghanistan. Pakistan is the mother of terrorism in the world.