تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې پاکستان دومره پوروړی دی چې د پورونو د یوې ورځې سود یې ۵ ملیارد روپیو (پنځوس ملیون ډالره) ته رسېږي.
عمران خان زیاته کړه، له یو شمېر دولتي جادیدادونو څخه د ځانګړو کسانو د تفریحځایونو په توګه کار اخیستل کېږي چې که وپلورل شي نو ۳۰۰ ملیارد روپۍ ارزښت لري.
د پاکستان د عوایدو په سلو کې له ۷۰ تر ۸۰ پورې پر پوځي چارو لګول کېږي.
عمران خان زیاته کړه، په پاکستان کې د اوبو ستونزه دومره ژوره ده چې که د حل لپاره یې فکر ونه شي تر ۲۰۲۵ م کال پورې به دا ستونزه پر یوه ناورین بدله شي.
عمران خان وویل، په هند کې ۵ زره ستر او په چین کې ۴ زره ستر بندونه شته خو پاکستان یوازې ۱۸۵ بندونه لري او دا د دې ښودنه کوي چې باید په دې برخه کې ډېرې هڅې وشي.
پاکستان ته اکثره اوبه له هند او افغانستان څخه ورځي او له همدې کبله نه غواړي چې په دواړو ګاونډیو هیوادونو کې یې امنیت وي.
عمران خان وايي چې له ګاونډیو هیوادونو پاکستان ته په بهېدونکو اوبو کې ۸۰ سلنه په درو میاشتو کې او په سلو کې ۲۰ نورې په ۹ میاشتو کې راځي.
د عمران خان په وینا که پاکستان ستر بندونه جوړ نه کړي دا اوبه ضایع کېږي.
عمران خان له خلکو غوښتي چې حکومت ته بسپنه (چنده) ورکړي چې بند پرې جوړ کړي.
خو د ده منتقدان وايي چې ستر بندونه په چندو نه جوړېږي او پاکستان مجبور دی چې بیا هم پورونه واخلي.