1. تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، سختدریځې ډلې د پاکستان د پوځ له لوري جوړې شوي خو نور به په خپل هیواد کې دا ډلې پرېنږدي.

عمران خان د سې شنبې په ورځ له یو شمېر بهرنیو خبریالانو سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې به له دې ایسته سختدریځې ډلې ونه زغمل شي.

«موږ پرېکړه کړې، چې د خپل هیواد د راتلونکې لپاره، د بهرنیانو له فشاره پرته به وسله والو سختدریځو ته اجازه ورنه کړو چې نور فعالیت وکړي.»

عمران خان د پخواني شوروي اتحاد پرضد د امریکا او پاکستان له لوري د افغان مجاهدینو ملاتړ ته په اشارې وویل«د پاکستان پوځ دا ډلې جوړې کړې. خو اوس نور د دې ډلو د استعمال اړتیا نشته.»

تر دې پخوا هم پاکستاني چارواکو د افغانستان او هند پر ضد د سختدریځو ډلو په جوړولو او ملاتړ اعترافونه کړي او ویلي یې دي چې نور به د ګاونډیو پر ضد له سختدریځو کار نه اخلي ځکه چې سختدریځي ډلې د ټولو لپاره یو شان مضرې دی خو عملاً د پاکستان په دریځ کې بدلون نه دی لیدل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *