تاند- د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خبرداری ورکړ چې که تر نن شپې پوري نوازشریف استعفا ورنه کړه نو د ده لاریونوال به د صدراعظم پر دفتر ورودانګي.
په همدې حال کې د نوازشریف د مسلم لیګ ګوند یوه مشر مشاهد الله خان وویل چې د پوځ له لوري په دې اعلان کې، چې په سور زون کې دننه دولتي ودانۍ د دولت سمبولونه دي، د صدراعظم دفتر هم شاملېږي.
پوځ خبرداری ورکړی و چې د عمراخان او طاهرالقادري پلویان دي په سره زون کې د واقع ودانیو لور ته نه ځي.
د نوازشریف د حکومت چارواکي وايي چې نن /چهارشنبه/ د احتجاج او لاریون ورځ نه ده بلکې ښه دا ده چې دواړه خواوې خبرې وکړي.
د پاکستان د پوځ ویندوی وویل چې پوځ به په سور زون کې د دولتي ودانیو ساتنه وکړي ځکه چې دا ودانۍ د پاکستان د دولت سمبولونه دي.
د پاکستان د پوځ ویندوی له دواړو سیاسي لورو د زغم او تدبیر غوښتنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې ټولې مسلې د هیواد او ملت لوړو ګټو ته په کتو د خبرو له لارې حل کړي.
د پاکستان ډېری سیاستوال شک لري چې عمران خان د پوځ په لمسه پاڅېدلی دی.
د عمران خان پلوي لاریونوال اوس د پاکستان د پارلمان لور ته روان دي.
په همدې منځ کې د عوامي تحریک مشر طاهر القادري د پارلمان مخته په وینا کې یو وار بیا د صدراعظم نوازشریف او د هغه د ورور شهباز شریف د استعفا غوښتنه وکړه.
شهباز شریف د پنجاب ایالت اعلي وزیر دی.
قادري وویل چې ولسي پارلمان، چې منظور یې خپل پلوي لاریونوال ول، د پارلمان د ودانۍ مخته رارسېدلي او له دې ځایه به تر هغو لاړ نه شي چې ملي او ایالتي جرګې (اسمبلۍ) منحل اعلان شوي نه وي او په هیواد کې ملي حکومت جوړ شوی نه وي.
د پاکستان په تاریخ کې ډېر لږ داسي شوي چې یو منتخب حکومت دې خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي وي اړو بل ته دې یې واک په سوله ییز ډول سپارلی وي.
په داسي استثنايي دورو کې یوه هم د پیپلز ګوند د واک وروستۍ دوره وه چې د پاکستان پوځ تر پایه وزغملی شو.
بشردوستي او بشرته دانسان به ستركه كتل دهر انسان إيماني وظيفه ده دانسانانو حقه حقوق بايمال ول او به رنو ستركو كي دخلكو به ستركو كي خاوري أجول مال او دارءي سلاح او وسائط جور كول اوبه هغي افتخار كول دا يوه غيري إنساني دنده ده نوازشريف دا عمل افغانستان دخلكو سره إنجام كر اوس مونز افغانان دي ته ستركي به لاره يو جه خه وخت ءي دخانه بدتره به رنج او عذاب كي وكورو ر
دا قاتل او جنايات كار دي ده دافغانستان ريس جمهور داكتر نجيب الله به شهادت رسولي ،نجيب الله كه شه وه اوكه بد دافغانانو وو نه دباكستانيانو و ولي ده تيري كري دده حالت دداكتر نجيب الله خخه بدتره غوارم دباكستان دخلكو دكاميابي به هيله
Gulmarjani virus kho Imran dhaku ta ham serayat wekerh.