تاند – د پاکستان لومړي وزیرعمران خان په اسلام اباد کې، د رحمت اللعلمین دوه ورځني کانفرانس، د پرانستلو پر وخت وینا کې وویل چې په تاریخ کې د حضرت موسی (ع) ذکر شته خو د حضرت عیسی (ع) ذکر په کې نشته.
د عمران خان دا وینا په پاکستان کې دننه او بهر دیني علماوو او پوهانو خندوونکې، شرموونکې او ناپوهانه بللې ده.
دیني علماء وایي چې حضرت عیسی (ع) په قران کریم کې ۲۵ ځلې د عیسی په نامه، ۵۰ ځلې د ابن مریم،۱۱ځلې د مسیح په نامه او په مجموع کې ۱۸۷ ځلې په بېلابېلو نومونو یاد شوی دی.
د دې ترڅنګه په نبوي احادیثو کې هم د حضرت عیسی (ع) ذکر ډېر شوی، او د اوالوالعزم انبیاوو له ډلې بلل کیږي.
دا لا معلومه نه ده چې د پاکستان لومړي وزیر د حضرت عیسی (ع) په رابطه داسې بیان د قران کریم او نبوي احادیثو په هکله د نه پوهاوي له امله ورکړی او که د امریکا د متحده ایالاتو له خوا یې په پاکستان د پیسو د بندولو له امله د دیني مقدساتو تحریف ته لاس اچولی دی.
یو شمېر تحلیلګران په دې باور دي چې پاکستان له خپلې جوړېدا راهیسې اسلام او مذهب د سیاسي موخو او د خپلو حریفانو په ځانګړې توګه افغانستان او هندوستان د وهلو لپاره کارولي او په دې برخه کې تر ډېره بریالی هم راوتلی دی.
د عمران خان د وینا ویډیو کلېپ (https://www.pakistantoday.com.pk/2018/11/21/video-pm-khan-draws-ire-over-controversial-remarks-about-jesus-christ/)