تاند- د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له افغانستان سره پر دیورنډ کرښه د پاکستان له لوري د کټارو او ازغن سیم له درولو سره مخالفت وکړ، ویې ویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو په شان د پرانیستو پولو ملاتړ کوي.

عمران خان په یوه مرکه کې وویل«فکر کوم چې د دېوال د درولو پر ځای باید پوله پرانیستې وي، او هماغسې چې د اروپايي اتحادیې غړی هیوادونه په خپل منځ کې اړیکې لري موږ ته هم پکار ده چې په خپل منځ کې ازاده راکړه ورکړه ولرو. په اوږده موده کې زموږ راتلونکې همداسې ده او دا به د افغانستان او پاکستان لپاره خورا ګټوره وي.»

عمران خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پرانیستو پولو او د  ازادې سوداګرۍ د پالیسۍ غوښتنه وکړه، ویې ویل چې پر دیورنډ کرښه د کټارو او دېوالونو جوړول د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د خرابېدو یو له اصلي عواملو څخه دی.

عمراخان وویل«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدمهالو اړیکو لپاره پرانیستې پولې ضروري دي.»

پاکستان پر دیورند کرښه د افغانستان له مخالفت سره سره په یو واړخیز ډول د کټارو درول پیل کړي دي.

د پاکستان پوځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې دوه میاشتې پخوا د کټارو او دېوال د جوړولو کار په باجوړ ایجنسۍ کې پیل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *