تاند- ویل کیږي چې اسد الله عمرخیل د کندوز والي ټاکل شوی دی. روان کال چې کله طالبانو د کندز ښار ونیو عمر ساپی له ولایته لرې شو او حمد الله دانشي د سرپرست والي به توګه وټاکل شو.
دانشي چې له اوږدې مودې راهیسې د کندوز په ولایت کې دی په حقیقت کې یو ډول واکمن سړی دی او نور له خپلو دندو لرې کیږي او دی په خپل حال پاتیږي.
عمرخیل د چهاردرې ولسوالي دی چې د کندوز د سولې د عالي شورا رییس و.
د کندوز لپاره په داسې وخت کې نوی والي غوره شو چې د دې ولایت خلک له دولت مخالفه وسله والو په تنګ دي. د ښار دننه استوګن بیا دا ویره لري چې دغه وسله وال به بیا ښار ونیسي له همدې ویرې اکثر شتمن خلک له ښاره کډه شوي دي.
حکومتي ځواکونه په ښار کې شته خو پر مخالفانو عملیات نه کوي. دانشي رسنیو ته مخکې ویلي و چې دولتي ځواکونه په بدخشان او تخار کې په عملیاتو بوخت دي.