په پارک کې پر لرګینې چوکۍ درې پاڼې نښتې وې. پیتر به په دې چوکۍ باندې د هرې لمرینې  یکشنبې په مازدیګر ناست و. د ده کڅوړنې سترګې مې ترسترګو شوې.

 لور یې ویل چې پر پلار مې په پارک کې د زړه حمله راغلې وه، څوک نه و، که په بازار کې ناروغ شوی وای تر ډاکټر پورې به رسیدلی و.

 پاڼې مې په ګوتو لاندې وڅنډلې او پر چوکۍ کښیناستم. ښې لور ته پراخ چمن او  کیڼ لور ته لوړه کلیسا، مخې ته یې ونې …

 د پیتر خبره راپه زړه شوه، یوه ورځ یې له همدې چوکۍ مخامخ ونو ته لاس ونیو او راته ویې ویل: « دا له کلیسا سره لوړې ونې ډیرې زړې راته ښکارې څو ځله مې نیت کړی دی چې دا به معلومومه چې د کومې زمانې دي».

پیتر به له همدې چوکۍ مخامخ کلیسا او ونو ته کتل. زه د دې جګو ونو لور ته ورروان شوم، د ونې ګونځې ګونځې پوست د پیتر د مخ تصویر زما مخې ته ودراوه.  شمال یوه یوه پاڼه رژوله. له ونو را په شا شوم چې له لرې ورته وګورم خو چې څومره لرې کیدم دا ونې هغومره دنګې راته ښکاریدې. د پیتر چوکۍ ته ورنژدې شوم. هلته یو بوډا ناست و. د پارک کوز سر یې د تش چمن لور ته د نومره داره چشمو له شا کتل.

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *