زاخېلوال یوسفزی

تاند – په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وایي د پېښور مېشتي خبریال رحیم الله یوسفزي په خبرو کې کافي اندازه تناقضات موجود دي او داسې پوښتنې ترې را ولاړېږي چې د شربت ګلې د پیسو په برخه کې د هغه سپیناوی سختوي.

ښاغلي زاخېلوال په خپله فیسبوک پاڼه په یوه مفصل پوست کې لیکلي، «له دوه ورځو راهیسی په ټولنیزو شبکو کی د خیبر پښتونخوا د پیژندل شوی صحافی ښاغلی رحیم الله یوسفزی په اړه ګونګوسی دی چی ګواکی د شربت ګلی پیسی یی خوړلی. زه ښاغلی یوسفزی له نږدی څخه نه بلکه له لیری د یو معزز شخص په توګه پیژنم چی طبعآ په یادو تورونو می نه لوریږی. تر څو چی بحث یواځی د ټولنیزو شبکو په کچه ‌ؤ ما هم له څه ویلو ‌‌‌‌‌‌ډه‌‌‌‌‌‌ډه وکړه چی د لا ګرمیدو باعث یی نشم مګر له تیرماښام راپدیخوا نوموړی موضوع د عامه رسنیو تر پوښښ لاندی راغله چی پدی لړ کی له ځانه د دفاع په موخه ښاغلی یوسفزی له ګڼو رادیو ګانو سره مصاحبی درلودی چی په غور می واوریدی.»

نوموړی وړاندې لیکي، «زه داسی څه اسناد یا شواهد په لاس نلرم چی د هغی پر بنسټ د موضوع په اړوند یو ‌‌‌‌‌‌ډول یا بل ‌‌‌‌‌‌ډول قضاوت وکړم مګر د رادیو ګانو سره د ښاغلی یوسفزی په خبرو کی کافی تناقضات او ځینی داسی خبری وینم چی سوالونه پیدا کوی او د ښاغلی یوسفزی سپیناوی ستونزمنوی. لومړی، د رادیوګانو سره په خبرو کی ښاغلی یوسفزی له یوی لوری ځان ناخبره ښوده چی ګواکی د شربت ګلی او نشنل جیوګرافیک مجلی تر منځ د پیسو په ورکړه کی دده کار نشته او یا دا چی ددوی د لاری د پیسو د لیږد خبره یواځی په وروستیو پنځه زره ‌‌‌‌‌‌ډالرو، هغه هم په ناخبرۍ او غلط فهمۍ کی، را پیدا شوه. مګر په عین خبرو کی بیا منی چی د نشنل جیوګرافیک مجلی او عکاس سټیف مکوری مرستی ټولی دده له لاری کیدی. البته د پنځو زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو کیسه یی هم ګ‌‌‌‌‌‌ډه و‌‌‌‌‌‌ډه وه!

د افغانستان سفیر د ښاغلي یوسفزي په خبرو کې دې تناقض ته اشاره کوي چې له یوې خوا ځان ناخبره ښیي او بلې خوا ته بیا وایي چې د شربت ګلې او د نېشنل جیوګرافيک تر منځ یو لس کلن هوکړه لیک موجود وو، «رښتیا هم داده چی هره میاشت شربت ګلی ته د ښاغلی یوسفزی له لاری د نشنل جیوګرافیک د مجلی له اړخه دوه سوه امریکایی ‌‌‌‌‌‌ډالر ورکول کیده. په بله معنی، ښاغلی یوسفزی دومره ناخبره نه ‌ؤ چی هڅه یی کوله چی ځان وښایی. دوهم، ښاغلی یوسفزی د نشنل جیوګرافیک مجلی له اړخه شربت ګلی ته د پیسو ورکړه مرسته یادوی مګر په عین خبرو کی یی وویل چی د شربت ګلی او نشنل جیوګرافیک مجلی تر منځ لس کلن هوکړه لیک لاسلیک شوی ‌ؤ چی د هغی په بنسټ به د یو معین دوامدار امتیاز په بدل کی د شربت ګلی کیسه او تصویر چاپیدل یواځی د نشنل جیوګرافیک مجلی ځانګړی حق وی. ښاغلی یوسفزی دی په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړی چی ایا میاشتنۍ دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالره چی دده له لاری شربت ګلی ته راتله مرسته وه او که د شربت ګلی حق؟
بیا هم رښتیا داده چی د نشنل جیوګرافیک سره د لس کلن هوکړه لیک د محتویاتو څخه شربت ګله او یا یی د کورنۍ کوم بل غړی په جریان کی نه ‌ؤ، او نه د هوکړه لیک کوم نقل ورکول شوی. د ښاغلی یوسفزی له لوری یواځی ورته ویل شوی ‌ؤ چی ستا یو هوکړه لیک شوی چی د هغی په بنسټ څه څه نشي کولی.»

شربت ګله په ۱۹۸۴ او ۲۰۰۲ کلونو کې
شربت ګله په ۱۹۸۴ او ۲۰۰۲ کلونو کې

ډاکټر عمر زاخېوال په خپل پوست کې له رحیم الله یوسفزي څخه غوښتنه کړې ده چې د شربت ګلې او د نېشنل جیوګرافیک تر منځ شوی هوکړه لیک دې پوره خپور کړي چې تور او سپین معلوم شي، «د سپیناوی لپاره ښایی چی ښاغلی یوسفزی دا هوکړه لیک په بشپړه توګه نشر کړی. که د شربت ګلی لپاره په هوکړه لیک کی درج حق الامتیاز له دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالرو زیات ‌ؤ یوه معنی لری او که رښتیا هم د میاشتی دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالر ‌ؤ نو بیا هم د شربت ګلی سره نشنل جیوګرافیک ظلم او چل کړی او هم لږ تر لږه په ټولو خبرو پوه ښاغلی یوسفزی یی په حق کی بی غوری او بی تفاوتی.
همدا رنګه دی په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړی چی پدی هوکړه لیک کی د ښاغلی یوسفزی هم څه مالی امتیاز ‌ؤ که نه؟
د 1985 کال را پدیخوا د شربت ګلی تصویر تر اوسه د نشنل جیوګرافیک مجلی له لوری په اشتهاری توګه استعمالیږی چی د 2002 کال راپدیخوا د ښاغلی یوسفزی په قول د نوموړی په وساطت لس کلن هوکړه لیک هم لاسلیک شوی مګر د شربت ګلی ټول درامد لدی څخه تر اوسه ددیرشو زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت یوه کوچنۍ جونګړه او د میاشتی یواځی دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالر او داسی یو ژوند چی په هغی کی یی د بیوسۍ لکبله د علاج وړ ناروغتیا څخه هم ځوان میړه له لاسه ورکړ او هم پیغله لور.»

ډاکټر زاخېلوال لیکي، «ښاغلی یوسفزی په خپلو خبرو کی بیاځلی وویل چی شربت ګلی ته یی لور ویلی او د کورنۍ د غړی په ‌‌‌‌‌‌ډول یی پاملرنه پری لرله. پداسی حال کی چی د معلوماتو له مخی شربت ګله د اتو میاشتو راپدیخوا د تعقیب او تحقیق لاندی وه او د ښاغلی یوسفزی څخه یی په کراتو مرسته غوښتی وه چی د رد ځواب یی ورته ویلی و. د شربت ګلی د نیولو څخه وروسته هر خواخوږی یی د نوموړی څخه د ملاتړ او خواخوږۍ غږ اوچت کړ او په خوشی کولو کی یی د خپلی وسی هڅی وکړی چی پدی لړ کی د پیژندل شوی خبریال ښاغلی سلیم صافی هڅی او اخلاص د یادونی، ستاینی او مننی وړ بولم. مګر د شربت ګلی پدی تر ټولو سختو شپو کی ښاغلی یوسفزی د خپلی لورخوانده په خواشینونکی حالت غوږ هم ونه ګراوه، سره لدی چی د چارواکو او نظام سره د نوموړی اړیکی له هر چا زیاتی پخی دی. د شربت ګلی په وروستنی تریخ جریان کی د نوموړی سره د ښاغلی یوسفزی د تماسونو هڅو هغه وخت زور واخیست چی غوښتل یی له شربت ګلی څخه د خپل سپیناوی ویدیو ‌‌‌‌‌‌ډکه کړی چی هغی بیا ما مخنیوی کړی. نو لدیکبله د ښاغلی یوسفزی د وینا او حقیقت تر منځ پوره تناقض موجود دی او په سپیناوی کی یی نیمګړتیا. مګر ښاغلی یوسفزی د درناوی لکبله به له هر چا ‌‌‌‌‌‌ډیر زه خوښ شم که چیری نوموړی د پورته او نورو سوالونو قانع کوونکی ځوابونه ولری. د پورتنیو پوښتنو د نشنل جیوګرافیک عکاس ستیف مکوری هم باید سپیناوی وکړی.»

رحیم الله یوسفزی یو پېښورمېشتی خبریال دی، خو یو شمېر د نظر خاوندان نوموړي ته په افغاني چارو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې او پوځ د ایجنټ په سترګه ګوري. ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له ۳۸ کالو راهیسې د افغانستان په ورانولو او د افغانانو په وژلو کې لاس لري.

3 thoughts on “زاخېلوال: د یوسفزي په خبرو کی کافي تناقضات او سوالونه شته چې د هغه سپیناوی سختوي”
  1. رحیم الله یوسفزی د کلونو راهیسی په افغانستان کې د بیوزله افغانانو پر ضد روانه جګړه روانه ساتي
    نو د شربت ګلې پیسې هغه ته څه سخت کار دی

    نوموړی له همدې ډول لارو ژوند چلوي

  2. سره له دې چې د ښاغلي حضرت عمر ذاخیل وال دنده او مسئولیت هم وه چې د شربت ګلې خورکۍ د خلاصون لپاره ئې هلی ځلی کړی وای او دائې هم دنده ده چې د رحیم الله یوسفزي سره د جیوګرافیک د مجلی د خبریال د مرستو یا د حقوقو سپیناوۍ وکړي ، نتایج ئې د رسنیو له لارې افغانانو او نړیوالو ته ورسوي .
    بیاهم زه د یوتن افغان په توګه ورڅخه مننه کوم . ده ته په ټولو سیاسي دیپلوماتیکو ستونزمنو چاروکې موفقیتونه غواړم .

  3. Rahimullah sab is said to have performed as a foreign minister of Taliban. These so called pashtun journalists and psedo intellectual have done a lot work for pakistan ISI and think these people would play positive or friendly role for Afghan is just a deception. Trust in them is just waste of time. Rahimullah is a grey beard person and he should clear himself regarding corruption charges otherwise history will not forgive him as he will not be forgiven to play role for taliban to destroy Afghanistan for just few pennies. long live Sharbat Gula and Afghanistan. Zar Ali khan Afridi

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *