تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، افغان حکومت د سولې په پروسه کې خپل ټول مسوولیتونه ادا کړي دي او اوس دې طالبان پر افغان پلاوي د نیوکو پر خپل پلاوی ژر تر ژره اعلان کړي.
وحید عمر نن غرمه په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، د افغانستان د دولت په مذاکراتي پلاوي کې علما، ښځې، سیاسي ګوندونه، مدني بنسټونه او د دولت استازي ټول ونډه لري او له همدې کبله یې لیست هم ۲۱ تنو ته رسېدلی دی، خو طالبان دې د نیوکو او د سولې په چاره کې د پلمو لټولو پر ځای مذاکراتو ته راوړاندې شي.
د عمر په خبره، افغان دولت هیڅکله د طالبانو د پلاوي په ساختار نیوکه نه کوي خو که ویې کړه د طالبانو پر پلاويو هم ډېرې نیوکې کېدای شي: (( طالبانو چې څه ډول پلاوي باندې ټینګار کاوه، اګر چې حق یې هم نه و، خو موږ یو جامع پلاوی جوړ کړ، اکثره کسان یې د معصوم ستانکزي په شمول دولتي مؤقف نه لري، طالبان دې پلمې نه کوي، ګني دا به یې د مذاکراتو پر وړاندې قصدي او عمدي ممانعت وګڼل شي.))
وحید عمر د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم وویل، چې د سیاسي بندیانو خوشې کېدل به د افغان سولې یوه برخه وي.
هغه په بګرام کې د طالب زندانیانو د تازه شکنجې په اړه د طالبانو ادعا هم رد کړه او زیاته یې کړه دا د طالبانو بهانې دي چې د سولې مخه پرې ونیسي.
ښاغلي عمر له عبدالله سره د ولسمشر غني د اختلاف په اړه هم وویل، په نوي حکومت کار روان دی، خو له اساسي قانون سره په ټکر کې به هیڅ جوړ جاړی ونه کړای شي.
د وحید عمر نظر نه یوازی چه دارګ دریځ دی بلکه دغه نظر د ملت د زړه آواز هم دی چه په سختو شرایطو کی یی محترم ولسمشر اشرف غنی ته رایه ورکړی . که نه ملت د قطر د طالبانو په تیم او دهغو په متناقضو ویاندویانو باندی کلکی نیوکی لری هغه دا چه :
آیا ستاسو( طالبانو) جنګ د افغانستان داسلامی جمهوریت د نظام سره په ټوله کی ا و بیا ددغه دولت تر چتر لاندی د امنیتی او دفاعی قوتونو سره نه دی ؟ چه حقیقتآ دی .
ستاسو بندیان د چا سره بندیان دی ؟ چه د افغانستان ددولت سر دی .
ستاسو په مذاکراتیټیم ولی دافغانستان دولت نیوکه نه کوی چه مثلآ :
تاسو خپل ټیم ولی نه دی اعلان کړی ؟
په دغه ټیم کی څوک دی ؟
ستاسو ټیم کمزوری دی !
د ټولو طالبانو نمایندګی نه کوی !
حد اقل ددوهمی غټی ډلی لکه د ملا رسول دډلی نمایندګان په کښی نشته !
جنګی قوماندانان په کښی نشته !
او هم د لوړ تعلیم خلک په کښی وجود نلری ! داسی خلک دی چه د امارت په وخت کی هم په حکومت داری او دصلحی په مسائلو بلد او ماهره خلک نه دی !
نودغسی اعتراضونه د افغانستان دولت هم کولای شی خود سیاسی او اخلاقی لحاظ دا درسته نه بولی چه ستا سو په مذاکراتی ټیم نیوکی وکړی ، یا یی په اړه پوښتنی وکړی هغه هم د مذاکراتو نه مخکی !
دا د افغنستان د اسلامی جمهوریت ددولت مسؤلیت دی چه څنګه په داخل د افغانستان کی د خپل ملت سره مشوری ترسره کوی او بیا مذاکراتی ټیم ټاکی ، په دغه وخت کی په ټیم باندی اعتراض بی ځایه او د سیاسی فرهنګ نه ناخبری او یا په بل عبارت یو نوع سیاسی سپین سترګی دی ! دغه دولت یوه مشروع رهبری لری ، چه د انتخاباتو په نتیجه کی را منځ ته شوی ، قانون اساسی دا صلاحیت ورکړی چه د صلحی او جنګ پ مورد کی لازم تصمیم ونیسی ، دلته د خلکو نمایندګان یا پارلمان شته . تاسو خو بی د انتخاباتو په خپل سر لګیا یاستی په دی ۳۰ کاله کی غیر دجنګ نه نور هیڅ لاسته راوړنه نه لری ؟ که خبره داعتراضونو وی نو انتقادونه ډیر دی ،او که غواړی چه رښتیا په خپله تاسی صلحه وکړی نو دادی راځی په کابل کی د افانستان د حکومت سره مخامخ وغږیږی ، ستاسو دامنیت مسؤلیت هم دغه دولت چه د ډاکتر اشرف غنی د منتخبی رهبری لاندی په افغانستان کی حاکم دی نیسی ، او ستاسو د زندانیانو د خلاصون صلاحیت هم ددغه دولت سره دی .
کله چه د طالبانو د قطر ګوډاکی او پردی پال سیاسی دفتر د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت مذاکراتی ټیم باندی نا خواسته ملاحضات لری ، نو د افغانستان ملت دغه ګوډاګی دفتر هم د ټولو طالبانو نماینده دفتر نه بولی . ځکه په دغه دفترکی د ناستی ډلی او ټیم په فیصلو ټول طالبان په افغنستان کی موافق نه دی او مخالفت لری .
یو ښه مثال یی د اورکم نه تیښته ده ، دا ځکه چه د طالبانو د قطر د ټیم په فیصله په افغانستان کی چه کوم مسلح طالبان دی ، اورکم نه کړ بلکه د جګړی اور یی زیات کړ .
د بله طرفه د ملا رسول او ملا نیازی غټه ډله د طالبانو چه د افغانستان په لویدیز ولایاتو کی د ملا هیبت الله د ډلی سره چه ظاهرآ د قطردفتر یی نمایندګی کوی اوس هم جنګ شته او تر مڼځ یی په سلهاو طالبان وژل شوی.
بله دا چه د قطر د ګوډاګی دفتر نه او د ذبیح الله مجاهد نه چه د طالبانوو یاند او د آی ایس آی کره غړی او مامور دی ، او د افغانستان ددولت په مذاکراتی ټیم باندی نیوکی لری ، د افغانستان ملت او هم هغه طالبان چه واقعآ د صلحی غوښتونکی دی دا پو ښتنه لری چه ملاهیبت الله دا یو کال راهیسی چه د صلحی مذاکرات روان دی ولی ورک دی ؟ دا سی خو نه ده چه د ملا عمر به شان او یا د ملا برادر په شان په زندان کی اچول شوی وی ؟ او یا هم د ملا عمر په شان ستاسو بادار آی ایس آی وژلی نه وی ؟
یفتلي صیب ستاسو د اصولي او پرځای نیوکو په تائید باید وویل شي چې ټالبان اصلا د پنجابی ګټو لپاره یوه تروریستي نظامي ډله ده چې په افغانستان کې د خلکو پر وژلو او اقتصادي تاسیساتو په ورانولو بوخته ده .
وایی له اوښ نه چا پوښتنه وکړه چې دا غاړه دې ولې کږه ده ؟
ده ورته وویل چې کوم ځای مې سم دی چې غاړه مې سمه نه ده ؟
د ټالب کوم کار یوه متمدن او مسلمان انسان ته ورته ده ؟ د کوم هېواد مخالفې ډلې خپل بیګناه ولس وژني ؟
د کوم هېواد مخالفې نظامي ډلې پلونه ، ښوونځي ، سرکونه ، روغتونونه ، دولتي او عام المنفعه او نړیوال مرستندویه تاسیسات ورانوي ؟
د ټالبانو اختلاف او جنګ د افغانستان له دولت سره ده ، بندیان په افغانستان کې دي خو دوی له کوټې او میرامشاه خپل استازي د پنجابیانو په مشوره را استوي.
د ټالبانو سیاسي او اجتماعي شعور په دومره ټیټه سطحه ده چې د خپل هېواد ، خلکو او ټولنې سیاسۍ ، اجتماعي او اقتصادي ګټې نشي درک کولی ، نو له دغو ډلو سره خبرې به همداسې له ستونزو سره وي.
د دوی مشران په قطر ، کوټې او میرامشاه کې ناست دي ، ژوند یې تآمین او هوسا دي ، د خپلو مظلوموهېوادوالو اود خپلو جنګیالیو له ستونزو څه خبر دي؟