راځئ یو کار وکړو موږ تل د ملي هویت او ملي ګټو ساتلو شعارونه ورکوو، خو چې د عمل ځای راشي نو بیا سل پلمې جوړو.

د دې دلیل که هر څه وي، خو زه پر فردي هڅو بې باوري یو له مهمو عواملو ګڼم او دې لپاره یوه ښه پلمه همدا متل یادوو چې په یو ګل نه پسرلي کیږي.

فکر کوم او حتی په پوره باور وایم چې له همدې یوه ګله ډیر پسرلي، له یوه زړي ډير بوټي او له یوه تخمه ډیر وږي ټوکیدلای شي.

خبره فقط پر کلکې ارادې او ځان باورۍ پورې ده. له اوږدې مقدمې تیریږم، هدف مې د ملي ګټو او ملي هویت ساتلو په لار کې د فردي هڅو د دوام غوښتنه ده. هغوی چې پر دې مسیر یو ګام هم اږدي نو دا دې نه ګڼي چې ګنې کوم ځای به نه نیسي، بلکې دا فکر دې وکړي چې لږ تر لږه خپله ملي وجیبه یی کړه.

که د لویو ملي ګټو مخې ته د پرتو لویو خنډونو هواري برخه کې د خپلې بیوسۍ دلیل راوړو، نو د هغو لپاره چې له وسې مو پوره وي باید ځان تیر نه باسو.

د بیلګې په توګه د کور مخې ته د یوه نیالګي کرل، ښونځي ته د خپل ماشوم لیږل او پر ملي روحيي یی روزل، د خپل پولي واحد کارول او سلګونه نور داسې کارونه شته چې هم مو له وسې پوره دي او هم یی پر اساس خپلې ملي ګټې ساتلای شو.

پر همدې وروستي مثال به لږ تم شو، همدا اوس د هیواد په ډیرو سرحدي ولایتونو کې مو د ګاونډیو هیوادونو پولي واحدونه دود دي، او دا مو د ملي هویت مخې ته یوه جدي ننګونه ده. که په دې سیمو کې یو چاته د افغانیو د کارولو ووایې، نو په یو ډول تمسخر درګوري او سملاسي ځواب درکوي چې په یو ما څه نه کیږي، دولت یی باید اساسي غم وخوري.

بله غاړه دولت بیا له کلونو راهیسې د افغانیو د دودولو تبلیغات کوي، خو د نه بري په صورت کې بیا ملامتیا پر ملت اچوي. زه وایم راځئ، دا کار له ځانه پیل کړو او د کمپاین لپاره یی له هرې وسیلې کار واخلو، له فیسبوکه نیولې تر بلې هرې ممکنه لارې.

دا د خپلو نورو فردي مسولیتونو ترڅنګ یو مهم ملي مسولیت وبولو، ښايي ژر نتیجه ورنکړي، خو ډاډه اوسئ چې بې اغیزې به هم نه وي. که په دې کمپاین کې راسره ملګري شوئ، نو دا به مو ثابته کړې وي چې پر خپل هویت له زړه نه مین یاست.

One thought on “عمل پکار دی/ یحیی یعقوبي”
  1. دا د دولت وظیفه ده چه په سرحدي ولایتونوکې خپلو اسعارو ته چه ( افغانۍ ) ده رواج ورکي خو مونږ دولت نه لرو.زمونږ ګډوډیزم لرو۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *