لیکوال به په لیکلو ځان ستړی کړي، پاڼې پاڼې به ډکې کړي، خو چې خپلې لیکنې ته عنوان یا په اصطلاح نوم پرې کېنږدي، نو داسې به وي لکه یو څوک چې د دندې د اخیستو لپاره ازموینه ورکړي، ټول سوالونه حل کړي خو پارچه کې خپل نوم ونه لیکي.
لیکنه یوه موټر ته ورته ده او له ټایرونو پرته موټره به سړی څه د تللو تمه ولري، نو هره لیکنه چې بې عنوانه وي بېلګه یي همدا موټر دی.
یو چاته لیکوال هغه وخت ویل کېږي چې یو څه ولیکي، مقالې، کتابونه او نورې لیکنې یې چاپ او خپرې شي، خو بیا هم که د لیکوال لیکنې پرته له عنوانونو خپریږي نو هسې د سیند پر غاړه د کښت کرل دي.
که د یوه لیکوال لیکنې راواخلو او یوه بل لیکوال ته یې منسوبې کړو او ووایو چې دا د پلانکی لیکنې دي، نو څوک به یې راسره ومني؟
نه، پرته له کوم شکه به مو ځواب نه وي ځکه لیکنې د یوه لیکوال اولاد دی او هر څوک په خپل اولاد باندې دخپلې خوښې نوم ږدي، څو یې په کور کلي کې له ظاهري بڼې پرته له نورو سره توپیر وشي، نو نه شو کولای چې د يوه لیکوال لیکنې راواخلو او یوه بل ته یې منسوبې کړو ځکه د هرچا لیکنې په ځانګړو نومونو او عنوانونو سره خپله پر خپل لیکوال پورې اړوندیږي.
نو له پورتنیو خبرو په پایله کې داسې ویلای شو چې د لیکنې عنوان هغه څه دی، چې یوچاته د لیکوال نوم ورکوي، د یوه لیکنه له بل سره توپیروي، ځانته لوستونکی پیداکوي، ښه عنوان د لیدونکي توجه ژر راجلبوي.
خو اصلي خبره بیاهم دلته ده چې عنوان باید څنګه وي؟ څو مو دنورو توجه ورته ژر راجلب کړې وي، د نورو تر لیکنو خپله لیکنه ژرپرې ولوستلای شو، لیدونکی یې له تلوسې سره مخ کړو او ……………………
پورتنيو پوښتنو ته ځوابونه ډېر ساده دي، د عنوان په ټاکنه او جوړونه کې تر اوسه ډېرو، ډېر څه ویلي دي، زه يې خبرې تائيدوم، دهر چاخبره او نظر په خپل ځای سم دی، خو داچې د هروخت خبرې او ځانګړي اصول د زمان په تېرېدو سره ادلون بدلون مني، تغیر پکې رامنځته کېږي، د اختلاف او تائید مسله پکې راځي، نو زه هم درسره خپله تجربه او لیدلوری شریکوم:
د نورو په خبره چې لیکنې ته مو عنوان په خپله وټاکئ یا په دې برخه کې له نورو مرسته وغواړئ.
دا خبره به له نویو لیکوالو سره تر یو حده مرسته وکړي، خو که هر وارې خپلې لیکنې ته د بل په خوښه نوم ورکړو، دا به بیا داسې وي لکه اولاد چې ستا وي او نوم درته یو بل فردی یا کلیوال سړی پرې کیږدي.
نو خپلې لیکنې ته په خپله عنوان وټاکئ، که دا کار په خپله وکړئ نو له څو،څو وارې وروسته به خپله یو ښه عنوان ټاکونکي یاست.
یو شمېر کسان لوی عنوان د لیکنې په زیان بولي، نه يي خوښوي، خو زه وایم چې په داسې عنوانونو کې دې له اضافي او تکراري کليمو ډډه وشي، نور که عنوان ،دعنواني اصولو په پام کې نیولو سره لوی هم وي کومه لویه ستونزه به راولاړه نه کړي.
که مو د لیکنې عنوان ستاسو په نظر لوی او خوند یې درنه کړ، نو که لږ زحمت وباسئ ،څو څو وارې یې ولولئ، کلیمې پکې وړاندې وروسته او ترې وغورځوئ، نو پایله به مو د یوه کره او له لیکنې سره د سمون خوړونکي عنوان درلودلي وي.
د بېلګې په توګه لکه دا عنوانونه:
ـ دکتاب او نورو خپرونو د لیکلو ځینې اصول.
ـ د تصنیف او تالیف ډېرښت د محمدي امت له ځانګړنو څخه دی.
ـ څه چې مو په فکر کې درګرځي سمدستي يې یاداښتوئ.
همدارنګه د تلوسې او توجه راجلبولو لپاره مو که په عنوانونو کې له لیکنښو کار واخیست، نو ډېر کره، لنډ او پر ځای عنوان به مو لیکنې ته ټاکلی وي:
ـ عنوان ټاکنه!
ـ مینه؟
ـ ټولنیز روابط !؟
پرته له علمي او تحقیقي لیکنو نه چې عنوانونه یې له خیال او تخیل څخه خالي وي، نور که په ټولنیزو موضوعاتو کې مو لیکنو ته یو څه خیالي رنګ او له ورځني ژوند نه موضوع انتخاب او ورته ساده عنوان وټاکئ، نو لیکنه به مو له شکه پرته مینوال او لوستونکي پیداکوي.